ټولنیزه برخه

د زاهد شاهزاده کیسه

علي دوخت دامیر او ځواکمن عباسي خلیفه مامون الرشید زوی و، ډیرښایسته او په پوهه او ادب کې نامي و، ځکه خوپه پلار بیخي ډیر ګران و،د دنیا نعمتونه او بې سرواښي واک څښتن و، د دجلې په غاړه په ښکلې ماڼۍ کې اوسیدی، یوه ورځ دخپلي ماڼۍ په برچت کې په برنډه کې ولاړ و او ولاړه یې اوږده شوه، لاندي یې یو مزدور ولید، هغه پنډي و اوپه سخته ګرمي کې یې درانه پيټي یوبل خواته وړل. نازولی شاهزاده هغه ته تر ډیره وخته ځیر پاته شو.مزدور ماسپښین کاربس کړ، لمونځ یې وکړ ، له لمانځه وروسته په پاکه پسته شګه کېناستی، خپل ګوډی اوغوټه یې راخلاصه کړه، په ډوډۍ پیل وکړ او ډیره په خوند خونديې وخوړله، په داسي حال کې چې هغه د ډوډۍ څو وچې تکړې وي او ډیر کمزوري خواړه و، مزدور له خوراک وروسته اسمان ته د دعالپه ونیوله څه موده یې دعاوکړه وروسته یې څورکاته نفل وکړل بیا یې دیوڅه ارام په نیت پښې وغځولې.

شاهزاده هغه ته سړی ور ولیږي اوخپلې ماڼۍ ته يې راوغوښت له هغه يې دهغه دژوندپوښتنه وکړه، هغه ورته وویل: یوه مور اويوه خورلرم نورهیڅ نلرم دورځي مزدوري کوم اوهغه ماښام سره خورو، دمور اوخورمي روژه وي ماښام هغوی ته ځان رسوم، شاهزاده ورته وویل: ته ماسپښین مهال پروت یې ولې کارنه کوې؟ هغه ورته وویل یوڅه ارام کوم، شاهزاده ورته وویل: ارام دشپې کوه او دورځي کارکوه ارام نکړه.هغه وویل: ته غواړي زه اخرت ته هم فقیر اوتش لاس ولاړ شم. نه زه دشپې له مخي داخرت توښه برابروم. 

شاهزاده خپلو کسانوته وویل چې ده ته د سرو اوسپینو ډیري پیسې ورکړئ خوهغه ونه منله او دپیسو له اخیستلو یې انکاروکړ. شهزاده دهغه ساده ژوند او بې پروایې سخت متاثرکړ ورته ویې ویل ماته نصیحت وکړه، هغه شاهزاده په ماڼۍ کې یوه لورته ګوښه کړ او نصیحت یې ورته وکړ.

شاهزاده له دې عاجز مزدور اودهغه له خوشاله اوبې تکلفه ژونده دومره اغیزمن شو چې خپل شاهانه ژوند او د دنګو ماڼیو ژوند پیکه ورته ښکاره شوؤ آن تردې پوري چې بله ورځ ماڼۍ، جشن اوخدمت ټول وو خو شاهزاده نادرکه و یو بل خوا شاهي اعلانونه، پلټنې او ګرویږنې پیل شوي خو شاهزاده تری تم شو اوهیچا ونه لید.

ویل کیږې شاهزاده د زهد ژوند دغوره کولو له پاره ځان ورک اونادرکه کړ آن تردې پوري چې خراسان ته ورسیدی، هلته یې په یوه ښارګوټي کې دتره کاڼې کوچني کارهم کاوه اودالله په عبادت به بوخت واو همالته وفات شو. رحمه الله.

ویل کیږي د سمڅې یاران (اصحاب الکهف) دوخت د پاچا په دنګو ماڼیوکې اوسیدل هلته له ګناهونو او دپاچا له نارواو ډک ژوند نه په تنګ شول، د ماڼیو له ګناهګارچاپیریال نه ووتل او دغره لورته یې مخه کړه هلته په معلومه سمڅه کې د دوی دکیسې له پاره الله جل جلاله ځانګړی سورت(سورة الکهف) رالیږلی دی. له دې کیسې نه معلومولی شوچې په شاهي ماڼیو او له خوندونو اونعمتونو ډک ژوندکې پاکې ارواګانې نه یې خوشاله، ځکه یې پریږدي په دې اړه دابراهيم ابن جنيد په نامه یوه عالم د (زهدالملوک) په نامه ښایسته کتاب لیکلی دی. 

اوموږ ته داخبرې مکوئ، موږ د واک او قدرت دنګو ماڼیو ته په ځغاسته یو، په دې لاره کې دوه احتماله موږ منلي دي یابه وخورو ککرۍ یابه کامران شو.

د حامد افغان لیکنه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close