fbpx

په سویډن کې افغان ماشومان په نشو روږدي شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): د سویډن هیواد رسنیو د راپور سره سم په دغه هیواد کې هغه افغان ماشومان چې بې سرپرسته دغه هیواد ته مهاجر شوي دي، په دې وروستیو کې په نشو روږد شوي دي.

په پلازمینه سټوکوهلم کې د ځوانانو د نشيې توکو څخه د مخنیوي مرکز مشر ډاکټر رسنیو ته ویلي چې سویډن ته په تېرو دوه کلونو کې راغلي بې سرپرسته هلکان په نشو روږد شوي دي.

ډاکټر ماتیز د سویډن رسنۍ «ټي ټي وایرز» ته ویلي چې دغه هلکان داسي نه دي لکه په سویډن کې چې عموما خلک په نشو اخته کیږي، لومړی سګریټ څکوي، بیا چرس او بیا جګو مرحلو ته ورسیږي، بلکې دوی له پیله په هیروینو اخته کیږي.

دغه مرکز ویلي چې ددوی مراجعین ورځ په ورځ زیاتیږي او د ناروغانو لوی اکثریت یې هغه افغان ماشومان دي چې په تېرو دوه کلونو کې سویډن ته مهاجر شوي دي.

د پلازمیني په شمالي برخه کې د «جاروا» سیمي پولیسو مشر ویلي چې د ښار په کوڅو کې د هیرینو د خرڅلاو بازار او تجارت پيل شوی دی.

«د کال ۲۰۱۶ د پسرلي وروسته داسي ښکاري چې دلته د هیرینو مارکیټ پیل شوی»
د نوموړي په وینا دغه خبرونه د سیمي اوسیدونکو، د بلدیې چارواکو او په مافیا کې د پولیسو مخبرینو هم تایید کړي دي.

نوموړي ویلي چې په ځانګړي ډول دغه کاروبار د «رینکبې» په سیمه کې وده کړې او بې سرپرسته ماشومان د هیرینو پلورلو او استعمال په دنده بوخت دي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د سویډن محکمې پر ۵ کمسنو افغان ځوانانو باندي د بند او جرمانې حکم وکړ ځکه چې یو بل افغان یې ځنګله ته بېولی وو او په چاړه وهلو یې د تهدید تر څنګ پر هغه جنسي تیری کړی وو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د