
لندن: د هيلکوپتر د لویدو له امله څلور پوځيان مړ شول
د برتانوي رسنیو له قوله د لندن په ختيځ کې د انګلستان هوايي ځواک يو هلیکوپتر د پريوتو له امله د هوايي ځواک څلور تنه مړه شوي دي. له پيښې سمدستي وروسته اطفائيه او مرستندویه ډلې د پيښې ځای ته ورسيدې او ورسره د برتانوي حکومت لخوا د پيښې د پلټنې په موخه يو کميسون ټاکل شوی تر څو پيښه وڅيړي. باید و ويل شي چې یاد هلیکوپتر ناک فورک سیمه کې امريکايي پوځي اډه کې په پوځي دنده بوخت و