اقتصاد

ولسي جرګې بالاخیره د حکومت کلنۍ بودیجه تایید کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): نن د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې د حکومت کلنۍ بودیجه منظور کړه.

نن د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې د کال ۱۳۹۶ کلنۍ بودیجې طرحه د دریم ځل لپاره وړاندي شوه چې په بشپړ اکثریت سره ومنل شوه.

ددې تر مخه دوه ځله د ولایتونو تر منځ د مالي توازن نشتوالي له امله رد شوې وه.

د نن په غونډه کې د ولسي جرګې ۱۴۱ غړي حاضر وه چې اکثرو یې په اړه مثبت رایه وکاروله او یوازي دوه کسانو منفي رایه لرله.

باید وویل شي چې د افغانستان د حکومت کلنۍ بودیجه هر کال د مرغومي میاشتي پر لومړۍ نېټه (دیسمبر ۲۱) پیلیږي خو سږ کال ددوه ځله ردولو وروسته دغه بودیجه د یوې میاشتي په ځنډ سره ومنل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x