غزل/ عبدالله ريحان

عبدالله ريحان

په اغزیو کې راګیر دی عجیب یار دی
دی ګلاب د نفس لومو کې ایسار دی

لکه ورک یوسف راځي د تیارو غیږ نه
راروان دی راروان دی لاپر لار دی

پوکۍ ورکړه اسرافیله نور شپیلۍ ته
نور دروند شوی پر اوږو مو دژوند بار دی

ازادۍ نور به دې تنده وي پرې ماته
په سرو وینو مو رنګ شوې هر دیار دی

ستا غمونه لکه واوره پرې وریږي
زمــا زړه لکه کابل ورته هوار دی

اوس خپل ځان راته پردۍ ښکاري ریحانه
په هیندارو هم پروتۍ غم غبار دی

عبدالله ریحان

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د