افغانستان

ایسوسيټيډ پریس: طالبانو سرتيري بريد کې د لس کلنې جلکۍ د کاورنې په اړه تورونه رد کړل

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ایسوسیټيد پریس سره په مرکه کې هغه تورونه په کلکه رد کړل چې ګواکې دوی په هلمند کې يوه لس کلنه نجلۍ د سرتيري بريد لپاره کاروله او حکومت نیولې ده. احمدي زیاته کړې، چې دوی هيڅکله د دسرتيرو بریدونو لپاره کم عمره هلکانو ته اجازه نه ورکوي دا خو لا لرې خبره ده چې نجونې دې وهڅوي.د یادونې وړ ده چې د سپوږمۍ په نوم يوې لس کلنې جلکۍ ملي امنيت ته ويلي چې دې ته خپل ورور له بارودو ډک واسکټ ورکړی و چې باید د عسکرو په پوسته ځان والوزوي.

د یادونې وړ ده چې امنيتي کړیو تر اوسه رسنیو هغه بارودي واسکټ چې دوی يې دعوه کوي نه دی ښوولی او نه د پيښې په تړاو د ماشومې نجلۍ د کورنۍ غړي رسنیو ته معرفي شوي دي؛ له همدې امله ځينې شننوکني دا قضیه ټوله فرضي بولي او وايي چې باید د دې پيښې هر اړخيزه څېړنه وشي تر څو يې تر شا کاروونکي لاسونه په نښه شي او د افغانستان د جزا قانون په رڼا کې د نجلۍ عمر تر دولس کالو کم دی نو باید په بند کې ونه ساتل شي او پر ځای يې مور وپلار او کورنۍ نه پوښتنې وشي.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x