fbpx

واوره په کابل اوري خوشاله پاکستان دی!

شمس الرحمن مومند

نن د جدی ۲۵ دی د کابل په بیلابیلو سیمو واوره اوری خلک ټول خوشهاله دی چی د خدای(ج) رحمت اوری خو زمونژ نه پاکستانیان ډیر خوشهاله دی ځکه د هغوی لپاره په مونږ واوره واریدل هم رحمت دی ځکه زموږ نه یی هغوی ته ګټه ډیره ده کله چی د کابل غرونه د واوره څخه ډک شی دا د هغوی لپاره داسی ده لکه د غل لپاره د همسایه په کور کی زر. د کابل سيند د جلال اباد ښار د شمال ختيځ د بهسودو د ساحي څخه تير شوي او د کامي دزاخيلو دکلي په سرکي دکنړ سيند ورسره يوځاي کيږي او بﻻخره د مومندری او لعلپوري دتنگي له لاري د پيښور سيمي ته او بيا د اټک په ساحه کي د سند له سيند سره يوځاي کيږي ،د کابل سيند داقتصادي نقطي نظره ډير زيات د اهميت وړ دي.

د راپورونو له مخی هند د کابل پر سیند د ۱۲ ډیمونو د جوړولو وړاندیز کړی دي چی په مجموع کی ۷.۰۷۹ ملیارډ ډالرو ته اړتیا لري. پدی ۱۲ ډیمونو کی ۴ د پنجشیر په سیند، څلور د لوګر په سیند او څلور د کابل سیند په لاندنی برخه کی جوړیږی. پاکستان د نیوز اخبار په قول که افغانستان د هند په همکاری دغه ډیمونه جوړ کړی نو نه یوازی افغانستان به خپل د انرژی مشکلات حل کړی بلکه د انرژی له بحران سره مخامخ پاکستان به هم مجبور وی چی له افغانستان څخه برق وپیری.

دومره لویه اندازه برق یوازی د کابل سیند له حوزي څخه تر لاسه کیدای شی. د هلمند سیند، کوکچی سیند، د آمو سیند او نورو سیندونو له اوبو څخه که په سمه توګه استفاده وشی نو افغانستان د انرژی د واردونکی هیواد څخه په صادرونکی هیواد بدل شی. ډیمونه زموږ زراعت ته هم د پام وړ ګټه رسوی.

د راپورنو له مخی اوس مهال د هرات پر ۳۵۰۰۰ هیکتاره ځمکه کرونده کیږی. د سلمی بند له جوړیدو سره به دا اندازه ۸۰۰۰۰ زره هیکتاره ته ورسیږی. که په دومره اندازه ځمکه خړوبه شی نو دا به نه یوازی هرات ولایت په زرعی لحاظ په ځان بسیا کړی بلکه دوی به وکولی شی چی نورو ولایتونو ته خپل حاصلات صادر کړی.په پای کی باید ووایم چی افغانستان ډیر څه لری او ولس یی غریب دی. باید د افغانستان له منابعو څخه سمه استفاده وشي ترڅو افغان ولس شتمن او په ځان بسیا شی او دګاونډیانو د احتیاج څخه خلاص شو .

د آباد افغانستان په هیله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د