ټکنالوژي

دفلکي علومو لارښود (6) دزاويې پيژندنه

مفتي احسان الله

زاویه (Anqle):

دهغو دوو خطو په منځ کې رابندي مسافې ته زواویه وايې، چې پیل يې له یوې نقطې راغلی وي.
یا ددوو داسي شعاعو، چې خطونه يې سره جلا وي، او پر یوه نقطه سره یو ځای شي، په منځ کې مسافې ته يې زاویه ویل کیږي.

یا ددایرې له مرکز نه چې دوه خطونه کش کړي، ددغو لیکو په منځ کې، چې ددایرې څومره حصه راغله، هغې ته زاویه وايې.

پر کومه نقطه چې شعاعي سره یواځای شي، هغه ددزاويې په سر (رأس الزاویه) سره تعبیریږي .

دغو دوو شعاعو او یا خطو ته د دزاويې ساقان (اضلاع) وايې.

له کومي نقطې نه چې زاویه شروع کیږي، هغې نقطې ته دزاویې سر (رأس الزاویه)، او هغه دوه خطونه چې پر دغه نقطه سره یو ځای کیږي هغو ته يې اضلاع ویل کیږي.

کله چې یو برابر (مستقیم) خط پر بل برابر خط واچوې، دواړو لورو ته يې برابري زاويې جوړيږي، هره یوه زاویه قایمه بلله کیږي، او هر خط ته دهغه بل خطه په نسبت عمود وايې، او که دا خط داسې زاویې پيدا کړي، چې سره برابري نه وي، نو هغه لويې ته زاویه منفجره او وړې ته يې حاده ویله کیږي.

زاویه په درجو سره ناپ کیږي.

فایده (1):

یوه دایره د (360) درجونه جوړه وي، یا په یوه دایره کې (360) برخي وي، هرې برخې ته يې درجه (ډګري) وايې، ددایرې له مرکز نه چې دوې لکې کش کړي، دې ته زاویه ویل کیږي، ددغو دوو لیکو په منځ کې چې ددایرې څومره حصه را بنده شي، هغه دزاويې مقدار وې، که 10 حصې وي، نو ویلای شو، چې 10 درجې زوایه ده، که 30 حصې راشي نو زاویه 30 درجې، یا ددېرشو درجو قوس دی، قوس او زاویه یو شی دي، مثلا: که قوس 20 درجې وي، نو زوایه هم شل درجي ده، په دلمانځه دوختو په تخریج کې به دا خبره راشي، چې 18 درجې زواویه ده، یا 18 درجې قوس دی، ددواړو مطلب یو دی، ځکه زاویه او قوس سره برابر دي.

دعلم ریاضي او فلکیاتو ماهرین هره دایره له 360 درجو نه جوړه بولي، نیمايې دایره 180، او څلورمه حصه يې 90 درجې وي.

په یوه درجه کې 60 دقیقې وي، یعني ددرجې شپيتمي برخي ته دقیقه وايې.

او په یوه دقیقه کې بیا 60 ثانيې وي، ددقیقې شپيتمي ته ثانیه وايې.

په يوه ثانیه کې 60 سکنډونه وي، یعني دثانيې وشپيتمي حصې ته سکنډ ویل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x