افغانستان

ننګرهار: داعش شل نور کورونه سوځولي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې یو ځل بیا دداعش وسلوالو د عامو خلکو شل کورونه سوځولي دي.

د کوټ ولسوال سید الرحمن نن د دوشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي چې دداعش وسلوالو تېره ورځ د خورګۍ سیمه کې څلورو لویو کلاګانو ته اور اچولی چې په کښي شل کورونه سوځول شوي دي.

نوموړي ویلي چې په دغه پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی رسېدلی خو مالي زیانونه اوښتي دي.

نوموړي ویلي چې دغه کورونه ددوی له امنیتي خط څخه په څو سوه مترۍ کې لیري پراته دي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم په همدې ولسوالۍ کې د ۶۵ کورونو سوځول کېدو خبر ورکړه شوی وو چې چارواکو یې پړه پر داعش باندي اچوله او ویلي وو چې هغه کورونه خلک د داعش له ویري خالي کړي وه.

ولسوال اندېښنه څرګنده کړې چې که چیري ددوی سره کومک ونه شي او امنیتي چارو ته توجه زیاته نه شي، ښايي په دغه ولسوالۍ کې نور کورونه هم د داعش وسلوال وسوځي.

باید وویل شي چې د ننګرهار په یو شمېر لیري پرتو ولسوالیو کې داعش وسلوال ځای پر ځای شوي او ویل کیږي چې په دغه سیمو کې خپل د قوي قرارګاو جوړولو په چارو بوخت دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x