نظــر

په زاړه زخم بيله تشخيصه ددرملو اچولو ناکامه تجربه

د افغانستان د سولی او ارامی هیله تقریبا د ټولو افغانانو لپاره اوس په یوه ناامیدونکی ارمان بدله سوی. په پخوانيو سیاسی نظریاتو کی هدف ته درسیدولو لپاره دری ډوله انتخاب ښودل سوی دی: اول جګړه دسولی لپاره، دوهم خبری د سولی لپاره، او دریم حقيقی سولی ته لاره ورکول دی. څه ناڅه ۱۳ کاله مخکی چې امریکا پر افغانستان باندی یرغل وکړ شعار یی دافغانستان ابادی او د سولی اوتمدن راوستل اودالقاعده اوطالبانوله منځه وړل ؤ .

په دی اتڼ کی ورسره دشمالی اتلانتیک غړو هیوادونه د زړه د اخلاصه یا مجبوراً یو په یو په نوبت پکښی شامیلیدل خو له څو کلونو شدید مقاومت څخه ورسته دوی په دی پوه سول چې دا لاره ترکستان ته تللی ده.

ځکه یې يو په يو د خبرو له لاری دځان خلاصولو وړاندیزونه شروع کړل خو دا وړانديزونه هم ددوی پر ټټرباندی دتوری ګذارونه ؤ چې داسی خلګو ته دخبرو وړاندیز کوی چې دوی ورته په دی پراخه نړی کی پر شتون او ژوند کولو لا قانع نه وه ، تور او سپین یو ځای تر تیغ تیرول او یا یی د زندانونو ترتورو تمبو شا ته غورځول.

 که انسان په نړی کي تیرو غټو او وړو جګړو ته ژور فکر وکړی نو سړی ته دا نتیجه په لاس ورځی چې د امریکا راتګ وسیمی ته د افغانانو د هوساینی لپاره نه ؤ اونه هم د۱۱ سپټمبر پيښه ؤ، ولی که ددوی دخپلو رقیبانو ځپل هدف وای دوی ډیره پرمختللی ټیکنالوجی درلودل دهغه ځای څخه یی هم کولای سول، په ۱۷ پیړی کی چې کله انګریزانو امریکا خپله مستعمره ګرځولی وه په هغه وخت کی دانګریزانوشعارهم د امریکا پرمختګ او متمدنتوب ؤ.

راځم اصلی موضوع ته د امریکا نیت دانه ؤ چې افغانستان به په داسی لوړه بیه راته تمامیږی دوی جنګ وکی او لایی کوی ترڅودخپلی خوښی سوله او تمدن راولی خودوی ته دی لمړی انتخاب کار ورنه کړی او هم دوی په دی حقیقت پوه سول چې سوله په جګړه نسی راتلای، نوځکه یی دوهم انتخاب ترلاس لاندی ونیوی چې سوله دخبرو له لاری خو هغه سوله چې ددوی خوښه وی چې همداسی یوه سحنه کی اوس قرار لری.

خو دوی ددومره کمزوری دماغ خلګ هم نه دی یا خپل خیالی غرور دا اجازه نه ورکوی چې په لمړی سر کی دی هرڅه له لاسه ورکړی او د مقابل لوری شرایط دی ومنی، خو مقابل لوری یی هم په داسی کمزوری حالت کی نه ښکاری چې هرڅه دی په پټه خوله ومنی خو د دوهم انتخاب د بریا څرک یی هم په ورکیدو ښکاری چې عملا یی څو تندکونه پکښی خوړلی دی لکه د قطرد پروسی په ټپه دریدل چې ټولو نړیوالو ولیدل چې ددوی زاری او د مقابل لوری نازونه ؤ، امریکایان په دی ښه پوهیږی چې افغانستان کی څرنګه سوله راسی خو امریکا لاتر اوسه یی دریم انتخاب چې وریښتنی سولی ته داخلیدلو دی فکرنه دی کړی او لا هم بی فایدی آب بازی ته دوام ورکوی ترڅو چې هم له دی ناپایه سیند څخه ووزی اوهم یی کالی لانده نسی.

بل لوری ته د ښاغلی کرزی په مشری حکومت او سولی شورا ، سړی دلته فکر یوسی چې نه پوهیږی او که عارفانه تجاهل کوی دا څو کلونه کیږی چې دوی دسولی دخیرات کچکول کله دپاکستان اوکله دعربستان اوکله دنورو دروازو ته نیولی دی هم هغه زوړ رباب او زاړه ږغونکی، کمه خوشبینی چې دوی دسعودی دیوه چارواکی وپاکستان ته په راتګ کی لری چې دسولی دپروسی سره به مرسته وکړی، داهغه زاړه لوبغاړی دی چې دوی هغه وخت دافغانانو په سر معاملی شروع کړی کله چې افغانان دشوروی سره په مبارزه اخته ؤ دسولی دشورا غړی لکه بی تجربی ډاکټران  دمرض دتشخیص پرځای مریض ته هرځله هم هغه دارو ورفرمایی، دوی باید لمړی دخپل کور ستونزی درک اوبیا ورته حل لاری ولټوی ولی خو دوی تر اوسه په دی باوردی چې دلته زمونږ په کلی او کوڅو کی پنجابیان، عربان، او چیچنایان جنګیږی او باید سوله ددوی څخه وغواړو، په داسی حال کې چې دافغانستان ټول زندانونه تاسی وګوری چې څو فیصده بهرنیان لری، نو چې تاسی دومره ناخبره یاست په داسی حال کی چې هستوګنه مو هم دلی ده او د خپلی دروازی بهرهيڅ معلومات درسره نسته  نوبهرنیان به یی څه مرسته وکړی، بالاخره داجګړه پرافغانانو تپل سوی افغانان پکښی سوځول کیږی اودلته د افغانانو نظام دپردیو لخوا نړول سوی افغانان ترهرڅه لمړی سولی ته اړتیا لری دیوداسی میکانیزم له مخی چې ټول اړخو پکښی شامل اوسی، د دوکی پرځای رښتنیتوب ته لاره هواره کړی ترهرڅه وړاندی دی بهرنیانو ته د وتلو غوڅ ځواب ورکړی، هغه اړخونه چې یوله بله ډار لری دیونړیوال تضمین له مخی دی دسولی دخبرو هوکړه وکړی، کچیری دغه تړون دامریکا سره رد سی نو دا خبره باوری کیږی چې د افغانانو تر منځ یو تفاهم ته لاره هوارریږی، خو که دا تړون ورسره لاسلیک کیږی نه  به حقوقی حیثیت لری اونه ولسی ملاتړ، اودغه دسولی مړاوی څرک چې ښکاری دا به هم د زیات نور وخت لپاره تاریک سی.

په درناوی عبد الباقی حنفي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x