ورزش

نن به صحرا جام کې افغانستان د متحده عرب اماراتو سره لوبه وکړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): په متحده عرب اماراتو کې د صحرا جام شل اوریزه سیالۍ رواني دي، افغانستان په خپل لومړۍ لوبه کې آیرلېنډ غوندي قوي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

نن به په ابوظبي کې د شیخ زاید په میدان کې د متحده عرب اماراتو د لوبډلې سره مخ شي.

د افغانستان او آیرلېنډ تر منځ شل اوریزو لوبي لنډیز لاندي ویډیو کې کتلای شئ:

دواړه لوبډلې ددې تر مخه په شل اوریزو لوبو کې پنځه ځله سره مخ شوي، چې په هغو کې څلور ځله ورته افغانستان ماتې ورکړې او یو ځل یې ماتې خوړلې ده.

متحده عرب اماراتو هم يوه لوبه تېره ورځ وکړه، چې په هغه کې «نامیبیا» هیواد ته ماتې ورکړه.

تر اوسه په ګروپ ای A کې افغانستان او متحده عرب اماراتو یوه یوه لوبه ګټلې او په دې توګه یې د نقاطو شمېر دوه دوه دی، نامیبیا او آیرلېنډ د لوبو په بایللو سره صفر نقطه لري.

د صحرا جام په ګروپ بي B کې سکاټلېنډ او هالنډ دوه دوه نقطې تر لاسه کړي، عمان او هانک کانګ صفر دی.

همدا اوس ددې خبر د لیکلو پر مهال د عمان او هانک کانګ تر منځ لوبه روانه ده، عمان پچه وګټله او لومړی یې د توپ اچوني پریکړه وکړه.

هانک کانګ تر اوسه (۱۶.۴ اورونو کې) ۷۴ منډي جوړي کړي او ۹ لوبغاړي سوځېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x