افغانستان

مزارشریف: په سلګونو لېتره شراب نیول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په شپږ سوه لېتره الکولي مشروبات نیول شوي.

د بلخ امنیه قومندانۍ د امنیت امر عبدالرزاق قادري رسنیو ته تېره ورځ وویل چې په یوه اونۍ کې دننه یې دغه شمېر الکولي مشروبات او نشه یې توکي نیولي دي.

نوموړي وویل چې په نیول شویو ممنوعاتو کې ۶۳۰ لېتره الکولي مشروبات او ۳۴ کیلو ګرامه نور نشه یی توکي وه.

نوموړي ویلي چې ددغه مواد د قاچاق په تور یې اته کسان نیولي هم دي.

قادري وویل چې دغه الکولي مشروبات د کندز ولایت څخه د بلخ ولایت ته د لیږد په حال کې وه، چې دوی په خبر شوه او د نشه یې توکو سره د مبارزې امنیتي پولیسو باندي عملیات وکړه.

باید وویل شي چې ددې تر مخه هم په کابل او مزار شریف کې ورته مشروبات نیول شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x