د (مجاهد) د ګوښه کولو هنګامه د څه لپاره؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

له تیرې پنجشنبې راهیسې چې کله د سولې شورا پخواني مرستیال ښاغلي عبدالحکیم (مجاهد) د افغانستان د ستراتیژیکو څیړنو انسټیټوټ په غونډې کې څرګندونې کړې په رسنیو کې د یادې موضوع پر سر تبلیغاتي هنګامه ګرمه شوې.

عبدالحکیم (مجاهد) عادي سړی نه ، بلکې هغه د دې نظام یو مطرح او لوړ پوړی چارواکی دی ، د هغه لخوا د ټولنې پر یوه عیني واقعیت (د طالبانو موثریت) اعتراف د نظام د لامشروعیت معنی لري.

همدا لامل دی چې نظام د دې موضوع په وړاندې چټک غبرګون ښیي ، ښاغلی مجاهد لومړی د سولې د عالي شوری له عضویت څخه ګوښه کوي او بیايي په وړاندې تبلیغاتي هنګامه توده ساتي.

د ملي یووالي په نوم حکومت چې تر بل هر وخت اوس د داخلي شخړو، پوځي ماتو، مالي فضیحتونو او په تیره د کندهار د هیښوونکې معما تر اغیز لاندې دی، په تبلیغاتي لحاظ داسې یوې هنګامې ته اړتیا لري چې په راپورته کولو سره یې د خلګو پام له ځانه واړوي.

همدا اوس د حکومت هغه کابینه چې په تیرو دوه نیمو کلونو کې یې د بشپړیدو کوښښ کیدو بیرته د سلب صلاحیت کړل شویوي وزیرانو له وجې نیمګړې او فکر نه کیږي چې تر راتلونکو نورو دوه نیمو کلونو پوري دي تکمیل کړای شي.

د جنرال دوستم او د هغه د پخواني مرستیال احمد ایشچي ترمنځ جنجالي معامله ، د سیګار له لوري د حکومت پرامنیتي او پوځي نااهلي وروستی رپوټ او پر۳۴ ولسوالیو د طالبانو واکمني هغه موضوعات دي چې په مجموع کې یې د نظام اداري او پوځي صلاحیت تر پوښتنې لاندې راوستلي.

حکومت نه د دغو نیمګړتیاوو د پوره کولو توان لري او نه یې هم د توجیه کولو وړتیا.

هماغه ده چې د عبدالحکیم (مجاهد) نقل قول څرګندونې او په دې جُرم د هغه منفک کول ورته یو طلايي چانس په لاس ورغی ، طلايي چانس ځکه چې په دې اجرائت سره د حکومت اجرائیه رئیس لپاره د حکم د تنفیذ یو مورد پیدا شو کنه له دې پرته په تیرو څه کم دریو کلونو کې د نوموړي د کاري اجرائت هیڅ بیلګه نه لیدل کیږي.

په عین همدې اونۍ کې امریکایانو اعلان وکړ چې په تیر نومبر کې د کندوز په بوز کندهاري سیمې کې ۳۳ تنه ولسي وګړي دوي وژلي اونور۲۷ تنه يي ژوبل کړي چې د دومره زیات شمیر ولسي وګړو مرګ ژوبله تر بل هرڅه مهمه پیښه ده چې باید حکومت ورباندې غبرګون ښودلی وای ، خو دا چې حکومتي چارواکي تر ملي مصالحو ډیر د امریکايي مصالحو په سوچ کې دي نو تل غواړي چې ولسي افکار په دغسي لا یعني تبلیغاتي هنګامو مصروف وساتي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د