fbpx

ننګرهاریان چاته وژاړو؟

لیکوال: شریف الله خالد

که څه هم ګران هیواد افغانستان د تېرو ۴ لسیزو راپدېخوا د بېلا بېلو وحشی کړیو له لوري د جنګ مرکز ګرځېدلی چې خپلو موخو ته رسېدو لپاره يې د څو بې وجدانه اشخاصو له لوري په افغانانو د ظلم او وحشت هر پړاؤ ازمویلی وه خو د طالبانو د لومړي مشر له وفات سره سم د هیلري کلنټن ملېشې ( داعش ) هم په دغه وحشي پل قدم کېښود او د ننګرهار په څو ولسوالیو کې یې داسې ستر وحشتونه تر سره کړل چې مؤرخین به یې په لیکلو د شرم احساس کوي د عامه افغانانو کورونه سوځول ، د قصابۍ په تخت د انسانانو ذبح او په بمونو کېنول، د اچین هغه سپین رویه مخونه به هيڅ کله د افغانانو له حافظې ونه ووځي.

دې بد مسته وحشیانو د بې شمېره ظلمونو سربېره د افغانانو ناموس ته هم لاس اوږد کړو چې له امله یې فقط په مطبوعاتو کې د مسلمانانو توند غبرګون وپارید او د تور بیرغ شاته تور حقیقي مخ یی افغانانو ته روښانه شو خو بیا هم په عملي بڼه د افغانانو احساس راویښ نه شو د ننګرهار اوسیدونکي به فکر کوم د افغانستان له نقشې ویستل شوي وي نو چې دولت یې د ۵۰ هیوادونو د نظامي او مالي مرستو سربېره هیڅ عملي اقدام ونه کړ، یوه سیاسی یا ولسي وکیل هم نمائشي ملا بند په غاړه نه کړ چې ننګرهار ته د تللو ویډیو جوړه کړي، یوه مشر هم د خطابې په مېز په ننګرهاریانو د مکر اوښکې توی نه کړې، یوه ملا هم په ممبر د جهاد فتوا ورنه کړه، د پوهنتون یوه استاذ هم شاګردانو ته د بې وزله ننګرهاریانو د دفاع توصیه ونه کړه، یوه شتمن هم د ننګرهاریانو دفاع ته د مال لسمه برخه خیرات نه کړه البته فقط طالبان چې د ولس دفاع خپله وجیبه بولي د نورو ناخوالو سره هم مهاله د دې ستر ناورین مخې ته هم یو څه ډب شول خو متأسفانه چې د طالبانو ډب هم بلاخره سوری شو او داعشی ملیشو یو وار بیا د وحشت لاسونه وغځول.

د تیرې پنجشنبې راهیسې د اچین ، هسکې مینې او کوټ په ولسوالیو کې یې د افغانانو داړل شروع کړي دي چې په دې واورینه فضاء کې د کورونو سوځول او د خلکو تښتونې یې په یادو ولسوالیو کې خورا وېره ترهه خپره کړې ده، په داسې دردېلي وضعیت کې چې د بې وزله بې دفاع ننګرهاریانو جان مال او ناموس له خطر سره مخ دی، هیڅ څوک یې د مظلومیت چیغه نه آوري او د تیر په څیر دا وار هم مطبوعاتي ارګانونو د دې وحشتونو په خپرولو غوږونه کاڼه اچولي چې د بادار له لوري یې د اجازې نه شتون په ډاګه کوي.

په داسې ویرجن حالت کې ننګرهاریان چرته لاړ شو او کومه دروازه وټکوو چې له دې سرطانه مو د ژغورلو مرسته وکړي، هغه دولت ته ورشو چې نه یې اولسمشر معلوم دی نه اولسکشر او که د یوه ننګرهاري په حیث د مشرانو جرګې مشر ته ورشو، یا هغه ننګرهاري ته خپل فریاد وروړو چې داعش یې د ملي امنیت پروژه بلله او څو واره د مائیکروفون تر شاه د خپلې مدعې د اثبات لپار سي ډیانې په لاس راښکاره شو او که بالاخره هغه جهادي رهبر ته ورشو چې (له ننګرهاره د ظهور اوازې یې هم دي) خپلو جنګیالیو ته یې د دولت او طالبانو خلاف د داعش سره هم سنګره د جنګېدلو امرونه کول.

الی الله المشتکی

( د یوه ننګرهاري په توګه می د زړه درد د کاغذ مخ ته راوړ )

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د