نظــر

د سولې شورا د خپل خوب اوبو ته ووایي!

دا څو ورځې کیږي چې د سولې شورا ډیر په درز سره د سولې د بهیر د پرمختګ ډنډورې غږوي چې تر ټولو مهمه خبره یې د سعود الفیصل د سفر په اړه ده، دا چې د سعودی عربستان یو لوړ پوړی چارواکئ پاکستان ته په رسمی سفر باندې ولاړ نو د سولې شورا بیا یو خوب ولید چې کیدای شی د سولې په بهیر کې یو مثبت رول ولوبوی، د سولې د شورا ویاند یو ځل بیا له دغه فرصت څخه په استفاده کولو باندې وار ړومبی کړ او د سعود الفیصل سفر يې د سولې د بهیر لپاره یو مهم پرمختګ وباله، پداسې حال کې چې ویل کیږي سعود الفیصل پاکستان ته د پرویز مشرف د خلاصون او ځینې نورو مقاصدو لپاره راغلي ؤ او دا د پاکستان د برحال نوی حکومت په جریان کې د سعود الفیصل لومړئ رسمي سفر ؤ چې د پاکستان په لوری ولاړ.

نو اوس پوښتنه دلته راپیداکیږی چې د سولې شورا ولې هر چا ته خپل کچکول نیسي تر څو که وکولای شي چې په افغانستان کې سوله راولي، د سعود الفیصل د طالبانو سره څه ارتباط دی چې د سولې شورا ورته دومره ښکره ورکړل چې آخر سعود الفیصل هم یو څه پروپاګنده تبلیغات وکړل او د سولې د راوستلو لپاره یې هسې هوائي خبرې وکړې، دا چې د سولې شورا په دې منظور باندې جوړه شوه چې په افغانستان کې واقعي سوله راشي او هر وخت به یې نارې وهلې چې د طالبانو آدرس معلوم شی نو دوی به خامخا د سولې په اړه خبرې اترې ورسره وکړي حتې تر دې چې کرزي هم څو ځله تش په خوله نارې وکړې چې د طالبانو آدرس معلوم شی نو زه به خامخا خبرو ته ورسره کینم متأسفانه کله چې د طالبانو آدرس معلوم شو نو بیا تر ټولو نه زیات مخالفت کرزی وکړ چې طالبان باید سیاست ته داخلې نه شي او نه باید کوم دفتر ولري پداسې حال کې چې طالبانو په وار وار سره خپل دریځ د اعلامیو په خپرولو سره ورته روښانه کړي دی چې د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په صورت کې به هیڅکله د افغانانو سره د سولې په اړه خبرې ونه کړي ځکه چې د خارجیانو په موجودیت کې د افغانستان د برحال حکومت سره خبرې اترې هسې د وخت ضایع کولو نه پرته بله معنی نه لري ځکه چې اوسنئ حکومت خپلواک نه دی هر څه د امریکا په خوښه ترسره کوي او د دوی له خوښې پرته هیڅ نه شی کولی،

دا چې د قطر دفتر د سولې د بهیر د پيل کیدو لپاره یو ښه فرصت ؤ نو د سولې شورا باید د هغوی هر کلی کړی وای او د 2014م کال تر پای پورې به یې صبر کړی ؤ هر وخت چې خارجی ځواکونه له افغانستان وتلی وای نو بیا د طالبانو د وعدې سره سم به د سولې له شورا سره د افهام او تفهیم له لارې خبرې اترې ترسره کیدلو امکان درلود، اوس هیوادوالو ته څرګنده شوه چې د سولې شورا اصلا سوله نه غواړي بلکې هسې د سولې په نوم یې بزنس روان کړی دی له هر چا نه پيسې شکوي تر څو چې خپل روزګار ورباندې تیر کړي، ځکه خو کله د پاکستان په وعدو باندې ځان غولوي او کله بیا هم د سعود الفیصل په شان بې واکه پلاوي چې هوا ګزوي، کله پاکستان وعده ورکړي چې ملابرادر به په طالبانو باندې فشار راوړي چې طالب مشران سولې ته غاړه کیږدي او په داسې حال کې چې ملابرادر یو بندی دی اوس مهال هیڅ صلاحیت نه لری چې د سولې په اړه څه اقدامات ترسره کړي دا چې پاکستان ونه توانید چې طالبان سولې ته مجبور کړي نو ځکه خو یې هر وخت د هر قسم تکتیکونو څخه کار واخیست چې طالبان تر خپل کنټرول لاندې راولي او په بدل کې یې د سولې له شورا څخه خپل کریډټ ترلاسه کړي ځکه خو د پاکستان لوړ پوړي چارواکي سرتاج عزیز څه وخت مخکې وویل چې طالبان زمونږ تر کنټرول لاندې نه دي چې د افغان حکومت سره خبرو ته یې مجبور کړو، او طالبان هم دغه پوچه دعوه چې هیڅ حقیقت نه لري په کلکه ردوي او  رد کړې یې ده، عجیبه خو لا دا ده چې له دې ټولو سره سره بیا هم د سولې شورا هر چا ته طمعه لري چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي نو د سولې شورا د خپل هغه خوب اوبو ته ووایې چې هر وخت یې په ویښه ویني.

بلال احمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x