یونان: افغان ځوانان د خوراک لپاره جنس پلورلو ته اړ شوي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): په یوه تحقیقاتي راپور کې چې نن د دوشنبې په ورځ د الجزیرې انګریزې وېب پاڼي خپور کړی، په کې ویل شوي چې په یونان کې بند پاته افغان ځوانان جنس پلورلو ته اړ شوي دي.

د سرچینې د خبر سره سم هر سهار وختي افغان ځوانان او نور کشران چې یونان ته بې سرپرسته رسیدلي، د یونان په «پيډیون ایروز» پارک (Pedion Areos Park) ته راځي او بیا د لمر وېدو پر وخت خپل ګیراکانو په سي ګرځي چې د پنځه څخه تر لسو یورو په مقابل کې د جنسي اړیکو نیولو غوښتنه کوي او د پارک په یوه کونج کې بدفعلي سره کوي.

یوه افغان ځوان چې نوم یې په راپور کې پټ ساتل شوی، وایی چې د هرات ولایت دی، د امریکایانو د راتګ وروسته یې په پنځه کلنۍ کې د خپلې کورنۍ سره ایران ته مهاجرت وکړ، هلته یې د پنځه کلونو لپاره مکتب ووایه، له هغه وروسته یې د کور سره د مرستي لپاره په کار پيل وکړ.

وروسته ترکیې ته ولاړ، او هلته یې هم پنځه کلونه په تعمیراتي کارونو کې مزدروي وکړه، له هغه وروسته یونان ته مهاجر شو او اوس هم هلته بند پاته دی.

نوموړی وایی ما غوښتل چې جرمني ته ولاړ سم، خو هیڅ لاره می ونه موندله، چې څرنګه پيسې او لاره پیدا کړم، زه به له دې مرداریو څخه لیري ولاړ شم.

دی وایی چې ما په یونان کې هم د رسمي پناه اخیستلو لپاره هلي ځلې وکړې خو بریالی نه شوم.

«اوس مجبور یم چې د خوراک موندلو لپاره هره ورځ پارک ته راسم او د پیسو په مقابل کې جنسي اړیکې ونیسم».

نوموړی وایی هره ورځ پارک ته د زاړه عمر خلک راځي او د پنځه یورو په مقابل کې د جنسي اړیکو غوښتنه کوي.

او زیاتوي چې په اونۍ کې د خپلي کورنۍ سره دوه ځله تماس نیسم او هغوی ته د هر څه «ښه» اطمینان ورکوم او د یونان درواغجن تعریف ورته کوم.

په راپور کې راغلي چې ځیني داسي هلکان هم شته چې عمرونه یې له ۱۵ کلونو څخه نیولې بیا تر ۲۰ پوري رسیږي، او ګیراکان یې له ۳۰ کلونو څخه نېولی ان تر ۹۰ کلونو رسیږي.

ځیني ځوانان یوازي د سګریټو رانیولو لپاره جنسي اړیکې نیسي، ځیني يې د یو ښه موبایل رانیولو لپاره او ځیني ددې لپاره چې د ښځینه جنس پلرونکو سره بدفعلي وکړي.

د یونان پولیسو چارواکو ویلي چې دوی دغه قضیه تر څیړني لاندي نیولې ځکه یې په اړه د څه ویلو څخه ډډه کوي.
دغه افغان ځوان الجزیرې ته ویلي چې دوی له پولیسو څخه نه بیریږي، کله چې پولیس ددوی خواته راسي، دوی د ونو تر شا پټ سي.

د راپور سره سم په یونان کې جنس پلورل قانوني بڼه لري، خو د هغه لپاره په کار دي چې د جنس پلورنکو عمر اقلا ۱۸ کاله وي، قانوني لایسنس ولري او حکومت ته ټکس ورکړي. دغه جنس پلورونکي بیا د حکومت د روغتیايي خدماتو څخه هم برخمن وي او کار یې قانوني وي، خو یونان ته راغلي کډوال چې هیڅ اسناد نه لري، په غیر قانوني توګه جنس پلوري، کومي پیسې چې له دغه لاري تر لاسه کوي هغه ډیري کمي او په مټي د خوراک یې بس سي، دا چې دوی له ځانه سره څومره ناروغۍ انتقالوي د هغوی هیڅ درک نه لګیږي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د کرزی ، ع او غ او دهغوی د ۴۸ هیوادو د بادارانو د غلامی ، ناوړی او فاسدی اداری او دموکراسی جنت او برکت دی

عبدالرحمن
میلمه
عبدالرحمن

سلامونه

دا څوم ځل دی چه ما لمړی راپور په انګلیسی ژبه کی لوستی وی او بیا یی ژباړه د نن ټکی اسیا په سایټ کی لولم ، او ګورم چه نن ټکی اسیا د انګلیسی ژبی نه په ژباړه کی لاوهنه کوی او ځینی برخی یی فصدا غلطی ترجمه کوی