احیاء اسلام او په خپلو تګلارو نظر ثاني (دریمه او وروستۍ برخه)

عبدالله مسافر

نو چې هر کله مو د معاصرو اسلامي جریاناتو تیروتنې درک کړې، په دریم قدم کې موږ باید په نويو تګلارو فکر وکړو، یو داسې لار چې د نورو مسلمانو او نا مسلمانو منطقوي قوتونو سره په همغږي خپل اصلي دښمن پر ضد مبارزې ته په نوي ډول دوام ورکړو، موږ باید په دې ډیر کوښښ وکړو چې د میډیا هر راپور او فلسفې ته اعتبار ورنه کړو، لکه اوس چې داسې یو غیر منطقي فکر رامنځته شوی چې ګواکې د سنیانو پر ضد یو نړیوال صلیبي-سفوي اتحاد په کار بوخت دی.

ورځنيو حالاتو او اتحادونو ته په کتنه (د ایران-عراق له امریکا-ناټو سره ایتلاف او د ایران-روس فوځي همکاري د امریکا-عرب پر ضد په یمن او سوریه کې) موږ یوازې دغه نتیجې ته سل په سل کې رسوي او په جرئت سره ویلی شو چې هغه خارجي قدرتونه چې په دې منطقه کې خپل منافع ګوري، هیڅکله به امریکا ته اجازه ورنه کړي چې دوی او د دوی اتحادیان له روانې لوبې لیري وساتي او په دې لړ کې دوی ایران ته بې له کومې ستونزې رخصت ورکوي، چې په عربي نړۍ کې د خپل نفوذ په زیاتیدو سره خپلو مشترکو اهدافو ته ورسیږي، امریکایي پلانونو ته په لاره کې خنډونه جوړ کړي او هغه رژیمونه له منځه یوسي چې امریکا په پښو درولي او د هغې د ګټو لپاره کار کوي.

نو زه سوال وړاندې کوم – په داسې حال کې چې له یو عرب طاقت نه هم د کومک هیڅ هیله نشته او نه هم کوم قدرت تیار دی چې انقلابي ډلو ته سیاسي مشروعیت وروبښي؛ نو څه حرج دی چې اسلامي خوځښتونه له مسکو او بیجینګ سره تړونونه امضا کړي، ترڅو د یو مشترک دښمن مخه ونیسي او په عین حال کې دوی ته تضمین ورکړي چې که چیرته د دوی او د غرب منځ کې شخړه رامنځته کیږي؛ نو دوی به د غرب او امریکا پر ځای خپلو متحدینو ته ترجیح ورکوي؟

په داسې وخت کې چې ایران خپلې پایڅې راپورته کړې او د اسلامي نړۍ مشرتوب لاسته راوړلو په منظور له هر چا سره کومک کوي؛ نو څه ګناه ده که سني ډلې له دوی سره داسې توافق ته ورسیږي چې نه خپله وسله له لاسه ورکړي او پرښودل شي چې خپلو سيمو باندې پخپله حکومت وکړي، ترڅو په عراق، سوریه، برما، افغانستان، لیبیا، سومالیه او نورو سیموکې د مسمانانو د روانې ټول وژنې مخه ونیسي؟

بې له شکه امریکا هغو ډلو ته په مرسته ورکولو کې ناکامه شوې چې د نورو طاقتونو له لاسه په دې وژل کیږي چې دوی په خپل غلط تحلیل سره مسلمانان د امریکا د ګټو جنګیالي ګڼي.

راځئ خپله تنګ نظري په یوه جامعه نظریه بدله کړو، راځئ د دې پر ځای چې د خپلو اولادونو نازک بدنونه په وینو ککړ او د خپلو خویندو په عزت تیري ته د بیوزله نندارچیانو غوندې وګورو، پر ځای یې د نبي کریم عليه السلام سیرت له سره مطالعه کړو او پوښتنه وکړو چې ولې هغه مبارک صلی الله عليه وسلم مدينې منورې ته له رسیدو سره سم له کافرانو سره د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړل؟، ولې په دې راضي و چې د کافرانو د شر د مخ نیولو په منظور دوی ته پیسې ورکړي؟، ولې یې د حديبې په صلح کې د بسم الله الرحمن الرحيم پر ځای باسمك اللهم او د محمد رسول الله پر ځای محمد بن عبد الله ولیکل؟.

ولې د اسلام ستر خادم او د قدس فاتح سلطان اناصر صلاح الدین یوسف بن ایوب په اوایلو کې په شیعه فاطمي خلافت کې د جنرال او وزیر دنده اجراء کړه او وروسته یې له صلیبیانو سره د سولې کولو له وجې د قدس فتح ۱۰ کاله وځنډوله؟.

څنګه مرویس نیکه وتوانید چې په شیعه صفوي سلطنت کې د کندهار ښاروال په صفت بغاوتونو ته وده ورکړي او وروسته استقلال تر لاسه کړي؟.

ولې د شیخ الاسلام ابن تیمیه په شمول د نن عصر علماء فتوی ورکوي چې حاکمان اجازه لري چې که چيرته د اسلام د یو حکم په پلي کولو سره اسلام له یو ستر خطر سره مخامخ کیږي نو دوی کولی شي چې د شریعت دا حکم معطل کړي؟.

زه خو په دې باور یم چې معاصر اسلامي خوځښتونه باید ټول له سره په خپلو تګلارو فکر وکړي، دوی باید د مسلمانانو د اوسني وضعیف حال درک کړي، د خپلو غلطیانو له تکرارولو ډډه وکړي او د خپلو ګوندونو مصالح د اسلام سترو مصالحو په رڼا کې وسنجوي. آخر خو همدا مستضعف مسلمان امت دی چې د دغو اسلامي ګوندونو، چې ځانونه د ۱.۶ ملیارد انسانو نمائندګان بولي، د افعالو قرباني کيږي.

لومړۍ برخه يې دلته لوستلی شئ

د دې ليکنې دوهمه برخه دلته کتلی شئ