
د افغانستان د جګړې د ناکامي په اړه د رابرټ ګیټس وروستي اعترافات – سرمقاله
نن ټکی آسیا – سرمقاله: په افغانستان کې د امریکايي جنګي ماموریت د ناکامي په اړه د امریکايي چارواکو ترمنځ را پورته شوي اختلافات او په دې اړه د هغوئ هیښووکي اعترافات ورځ په ورځ مخ په زیاتیدودي .
یوله هغو لوړ پوړو امریکايي چارواکو څخه چې د دغې ناکامې جګړې په نه ګټلو باور او اعتراف لري هغه د امریکا پخوانی دفاع وزیر رابرت ګیټس دی چې د یادې جګړې په اړه یې د ولسمشر بارک اوباما پر تګلارې سختې نيوکې کړې دي.
د نوموړي د غه نیوکې په هغه کتاب کې خپرې شوې چې د ه ( د دفاع وزیر په توګه زما یاداشتونه ) تر عنوان لاندې لیکلی او په دې نیږدي کې چاپیدونکی دی.
امريکايي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ په خپلې وروستۍ ګڼه کې د رابرت ګیټس د دغه کتاب په اړه تفصیلي رپوټ لیکلی او هلته یې ورکې واضح کړې چې ولسمشر بارک اوباما تل په شک کې و، چې په افغانستان کې به يې د جګړې په اړه پوځي تګلاره بريالۍ شي او که نه، نوموړي دا هم لیکلي چې ولسمشر بارک اوباما خپله هم په افغانستان کې د امريکا د پوځي ماموريت د بریالیتوب په اړه شکمن دی او په دې نه پوهیږي چې دی په دې جګړه کې څومره ملاتړ تر شا لري.
واشنګټن پوست ورځپاڼه د رابرت ګیټس په حواله زیاتوي چې ولسمشر اوباما د عراق او افغانستان د جنګونو په اړه ، چې ورته په ميراث کې پاتې و، ډاډمن نه وه.
رابرت ګیټس په خپل کتاب کې په دې صراحت کړی چې اوباما د افغانستان او عراق د جګړو په اړه په خپلو پوځیانو هم ډاډه نه وه ، ځکه چې هغه ته ددې جنګونو په اړه بيلا بيلې لارې او استراتیژۍ ښودل کیدلې.
د رابرټ ګیټس له نظره یوهغه اساسي لامل چې په افغانستان کې د امریکا جنګي ماموریت له ناکامي سره مخ کړی هغه د اوباما اوکرزي ترمنځ د علائقو سوړ والی او همداراز په افغانستان کې په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو کې د نړېوالو ځواکونو پر عمومي قومندان ډیوډ پیتریوس نه اعتماد درلودل وه .
له لوړ پوړو امریکايي چارواکو ماسیوا عام امریکایان هم په افغانستان کې د خپل هیواد د جنګي ماموریت په اړه په دې نظر دي چې هغوئ په هیڅ صورت په دې جګړه کې د بریالیتوب چانس نه لري
په هغې وروستۍ نظر پوښتنه کې چې د (سي این این) تلویزیون او (او آر سي) له لوري خپرې شوې، دا په داګه شوې چې ۸۲ فیصده امریکایانو په افغانستان کې د متحده ایالاتو له پوځي ماموریت سره مخالفت کړی چې دا د پنځه کاله پخوا په پرتله په سلو کې ۴۶ زیات دی.
سي این این وايي، د نظرپوښتنې پایلې ښيي چې په افغانستان کې د امریکا دوولس کلن پوځي ماموریت د امریکا د متحدو ایالتونو تر ټولو ناخوښ پوځي ماموریت دی او له همدې امله اکثره امریکایان غواړي چې امریکايي پوځیان دې د ۲۰۱۴ کال تر دیسمبر مخکې له افغانستانه وایستل شي.
د نن ټکی آسیا سرمقاله