راشد خان د وکټ اخیستلو وروسته

کرکیټ: افغانستان په صحرا جام کې متحده عرب امارات ته هم ماتې ورکړه / انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): نن د ابوظبي په کرکیټ میدان کې د صحرا جام سیالیو په لړ کې د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ شل اوریزه لوبه تر سره شوه چې په پنځه وکټه د افغانستان په بریا تمامه شوه.

د لوبي په پیل کې پچه د افغانستان کپتان اصغر ستانکزي وګټله او لومړی یې د توپ اچوني پرېکړه وکړه چې پر ځای وختله.

د متحده عرب اماراتو لوبډلي د ۷ لوبغاړو د لاسه ورکولو وروسته په شل اورونو کې ۱۴۶ منډي جوړې کړې چې نسبتا ښه هدف وو.

د افغانستان په توپ اچوونکو کې تر ټولو ډیر لوبغاړي دولت زدران وسوځول، نوموړي په څلورو اورونو کې څلور لوبغاړي وسوځول خو مقابل لوري ته یې منډي هم ډیري ورکړي، ځکه چې د هغه په څلورو اورونو کې ۴۴ منډي جوړي شوې.

راشد خان تر ټولو غوره او اقتصادي توپ اچوونکی وو، نوموړي په څلورو اورونو کې دوه لوبغاړي وسوځول او یوازي ۱۲ منډي باندي جوړي شوې.

فرید احمد یو لوبغاړی وسوځوی خو کریم جنت، محمد نبي او ګلبدین نایب بې وکټه پاتې شوه.

د هدف ۱۴۷ تر لاسه کولو لپاره د افغانستان لوبډلې یوازي ۱۸.۵ اورونه مصرف کړه، او د سمیع الله شینواري (۴۲ منډي)، اصغر ستانکزي (۳۰ منډي) او کریم جنت ۲۲ منډي تر ټولو زیاتي وي.
محمد شهزاد ۱۵ منډي، محمد نبي ۱۱، نجیب الله زدران ۱۱ او نجیب ترکی پر صفر وسوځېد.

د افغانستان دریمه لوبه به د جنوري میاشتي پر ۱۹مي نېټې باندي د نامیبیا سره وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د