افغانستان

د کابل کندهار په لویه لار ترافيکي پيښه کې ۴۵ تنو مرګ ژوبله اوښتې ده

د میدان وردګو ولایت ویاند عطاءالله خوږياني رسنیو ته ويلي چې نن سهار مهال د ميدان وردګ ولایت د سید اباد ولسوالي توب دشته سیمې سره د ۳۰۳ ډوله بس د چپه کيدو له امله څلور تنه مړه او ۴۰ تپيان شول. خوږياڼی زياتوي چې یاده پيښه هغه مهال رامنځته شوه چې له کابله کندهار ته تلونکی ۳۰۳ ډوله موټر د تېز رفتار له امله چپه شو. ویل کيږي ټپيان د کابل او ميدان ښآر روغتونونو ته وړل شوي چې د ځينو روغتيايي حالت د انديښنې وړ ښودل شوی دی. د یادونې وړده چې د کابل کندهار په لویه لار ورته پيښې تل د موټر چلوونکو د بې پرواهيي او تېز چلونې له امله رامنځته کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x