نړۍ

د ګوانتانامو زندان لس تنه اسیران د عمان هېواد ته وسپارل شول

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومې ۲۷، ۱۳۹۵ل): د عمان هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ګوانتانامو له زندان څخه دوی ته لس تنه بندیان ورسپارل شوي دي.

یاد وزارت په یوې اعلامیې کې زیاته کړې چې د دوشنبې په ورځ د امریکا په غوښتنه او د بشرپالنې له مخې دوی د دغو لس تنو بندیانو ورسپارل منلي دي.

په اعلامیه کې د ورسپارل شوو زندانیانو د هویت په اړه څه نه دي ويل شوي چې د کوم هېواد تبعه دي، خو څرګنده شوې چې دوی به په عمان کې تر یوې موقتي مودې پورې استوګنه کوي.

د امریکا ولسمشر اوباما په ۲۰۰۸ کال په خپلو انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې دغه زندان به وتړي. خو په اته کلنې واکمنۍ کې په دې ونه توانیده چې د ګوانتانامو زندان وتړي.

د ولسمشر په توګه د اوباما د ټاکل کیدو په وخت کې په دغه زندان کې ۲۴۲ تنه اسیران وو، خو په دې وروستیو کې يې یو شمېر بندیان عربي هېوادونو ته ولېږدول شول چې اوس شاوخوا ۵۰ تنه بندیان په دغه زندان کې پاتي دي.

له بلې خوا د امريکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټویټرپاڼه د بندیانو د لېږد چارو د بندولو غوښتنه کړې او زیاته کړې يې ده چې د ګوانتانامو زندانیان له خطر نه ډک کسان دي او نورو هېوادونو ته دې نه لېږدول کیږي او په بند کې دې پاتې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x