ټولنیزه برخه

انګېزه څه ته وایي ؟

ژباړه : عطا محمد میاخېل

د انګېزې تعریف :

انګېزه په لغت کې هغه لامل او دلیل ته وایي، چې شخص د یوه کار ترسره کولو ته اړ کوي او په اصطلاح کې له هغه ځواک څخه عبارت ده، چې فرد له دننه څخه د یوې موخې په لور سوق کوي . په همدې خاطر بریا ته د رسېدو له پاره، د ارادې ځواک یو اړین لامل دی . ناهیلي او د انګېزې نه شتون ښایي تاسو خپلو موخو ته له رسېدو څخه منع کړي .

په ژوند کې د هیلې او انګېزې لرل داسې څه نه دي، چې پرته له هڅو او چانس څخه یې تر لاسه کړو . په ژوند کې د هرڅه د لرلو له پاره، باید ډېرې زیاتې هڅې وکړو او د ترلاسه کولو په لارو چارو باندې یې باید ځان ښه پوه کړو . انګېزه او هیله لرل هم له دې قاعدې څخه مستثنی نه دي .

که چېرې ووایو، چې په ژوند کې ډېرې ستونزې لرو، نور نه شو کولای، چې ژوند ته هیله من واوسو، ځکه که چېرې ژوند په دې بڼه وګورو، نو باید په نړۍ کې هېڅ هیله من او انګېزه لرونکی انسان شتون ونه لري او په نړۍ کې هېڅ اختراع نه وای ترسره شوې، ځکه فرد به که په خپل کار کې له کوچنۍ ستونزې سره هم مخامخ کېده، نو خپله انګېزه به یې له لاسه ورکوله او نباید هېڅ مشهور فوټبالر شتون لرلی، ځکه که توپ یې دروازه ته نه وای ننوتلی، نو بې انګېزې کېده او له فوټبال سره یې مخه ښه کوله .

ډېری کسان دي، چې په ژوند کې بریالي نه دي، د دې له پاره نه، چې استعداد، مهارت او وړتیاوې نه لري، بلکې د دې له پاره، چې کافي انګېزه نه لري او ډېر ژر ستړي کېږي او په بېلابېلو بانو سره، له هغه کار سره مخه ښه کوي، کوم چې ترسره کوي یې .

د ژوند په سختو او ستونزمنو شرایطو کې هیله من اوسېدل آسانه کار نه دی، پرته له شکه د ژوند په سختو او ستونزمنو شرایطو کې، تر ټولو ستر انساني هنر هیله من اوسېدل دي .

د انګېزې را منځته کول :

موږ تر ابده د ځمکې پرمخ نه یو، که چېرې تاسو خپلو غوښتنو ته ورسېږئ، ستاسو له پاره انګېزې شتون نه درلوده، چې هڅه او کوښښ وکړئ، نو ټول به د ژوند وروستي پړاو ته ورسېږو او په هغه شېبه کې شا ته ګورو، ترڅو هغې کیسې ته وګورو، کومه چې را منځته کړې مو ده .

هغه کسان چې تاسو ته انګېزه درکوي، په حقیقت کې توانېدلي، چې ستاسو انګېزه زیاته کړي، نه دا چې په تاسو کې انګېزه را منځته کړي . د انګېزې را منځته کول، په بشپړه توګه یو فردي څیز دی، په بشپړه توګه ذهني او ذاتي دی او اکتسابي نه دی . ارواپوهان په دې باور دي، چې په پیل کې هغه څه چې په ذهن کې را منځته کېږي، یو تخیل دی او څو موده وروسته په هیلې باندې بدلېږي او د پرله پسې والي په صورت کې په سوځنده لېوالتیا بدلېږي . لېوالتیا د بریا له پاره اړین سوځنده دی . که چېرې وتوانېږو، چې انسان له موټر سره تشبیه کړو، کولای شو ووایو، چې انسان بریا ته د رسېدو له پاره په همغه کچه شور او لېوالتیا ته اړتیا لري، په کومه کچه چې موټر د حرکت کولو له پاره تېلو ته اړتیا لري .

خو دم ګړۍ د کیسې په هیجاني برخه کې یاست، تاسو کولای شئ، له مانا ډکه او ارزښتمنه کیسه را منځته کړئ، چې اتل، متفکر او کارپوه یې خپله یاستئ . له همدا نن څخه یې پیل کړئ، دا مهمه نه ده، چې تر دې دمه مو څه کړي دي، کولای شئ له دې څخه ښه او زیاته هڅه وکړئ . ښایي تر اوسه مو سترو او ارزښتمنو موخو ته رسېدلي یاست، خو دم ګړۍ د دې وخت را رسېدلی دی، چې خپلې لارې ته دوام ورکړئ .

انګېزه معمولاً د یوې نا پوره شوې اړتیا پر بنسټ را منځته کېږي . په بل عبارت افراد معمولاً د خپل ژوند په بېلابېلو وختونو کې، له بېلابېلو اړتیاوو سره مخامخ کېږي، چې دا اړتیاوې په پیل کې ناپوره شوې دي، دا ناپوره شوې اړتیاوې معمولاً په خلکو کې ذهني نارامتیا را منځته کوي، د دې له پاره چې فرد وتوانېږي، له دې ذهني نارامیو څخه خلاصون پیدا کړي او یا یې را کمې کړي، په خپل ځان کې انګېزه را منځته کوي . انګېزه په فرد کې یو خوځنده ځواک را منځته کوي او دا خوځنده ځواک د دې سبب کېږي، چې په یوه چلند لاس پورې کړي او یا هم کوم کار ترسره کړي .

آیا تاسو هم د ډېری خلکو په څېر غواړئ، چې یوې موخې ته ورسېږئ یا کوم خوب وڅارئ، خو تر اوسه مو کوم پرېکنده اقدام نه دی کړی ؟ ډېری خلک په خېل ژوند کې ستر خوبونه لري، خو خپلو هیلو ته د رسېدو له پاره اقدام نه کوي او په ذهن کې یې هیله پیکه کېږي او دا فکر یې په ذهن کې انځور کېږي، چې خوبونه یې هېڅکله په واقعیت باندې نه بدلېږي . هغوی خپل تېر ژوند ته ګوري او هرڅه چې ویني په ناهیلۍ جوړ شوي دي .

له دې پېښې سره به تاسو مخامخ نه شئ، تاسو له هغه شمېر افرادو څخه یاستئ، چې خپلو خوبونو باندې مرور نه کوئ، بلکې عمل کوئ، ترڅو په واقعیت یې بدل کړئ .

پښېماني د مغز له غم لړلو او خواشینونکو حالتونو څخه دی . غم د بشپړتیا مخه نیسي او بشپړتیا هغه څه ده، چې د هر شخص وجود یې په لټه کې دی . غم او خواشیني د دې له پاره، چې کولای یې شوای داسې نه وای . تاسو تر اوسه هم اړین وخت او سرچینې په خپل واک کې لرئ ( ترڅو چې ژوندي یاستئ ) ترڅو وکولای شئ، هغه ډول ژوند جوړ کړئ، کوم چې زړه مو غواړي . ځانته ووایئ : ( زه تل وخت نه لرم، که چېرې غواړم دا کار ترسره کړم، نو باید ترسره یې کړم ) .

هېڅ وخت له اوس څخه غوره نه دی . اوس د پیل له پاره تر ټولو غوره وخت دی . اړینه نه ده، چې خپل ټول ژوند ته بدلون ورکړئ، په یوه سم لوري باندې کوچنی ګام ټول کار دی، چې باید ترسره شي . دا مهمه نه ده، چې په ژوند کې څه غواړئ، تاسو کولای شئ، چې تر لاسه یې کړئ، خو باید دا لړۍ پیل کړئ، نن وخت پیدا کړئ، ترڅو خپله موخه په په حرکت راولئ .

د ژوند ستره خواشیني په هغه کړاو کې نه ده، چې ورسره لاس و ګرېوان یو، بلکې په هغو څیزونو کې ده، چې له لاسه یې ورکوو، په دې اساس هڅه وکړئ، چې هېڅ څیز له لاسه ورنه کړئ، موږ باید تل او هره شېبه چمتو واوسو، ترڅو وتوانېږو هغه څوک چې یو د هغه چا قرباني کړو، چې غواړو واوسو .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x