افغانستان

اسلام؛ د سولې او که د جنګ دين؟! – زاهد جلالي

تېر کالم (اسراييلي لومړۍ وزيرې له رسول الله زده کړل!) کې مې د ګولډه ميير هغه کيسه ليکلې وه چې وايي د اسلام له پيغمبره مې زده کړل چې که سړی په بې پيسه‌ګۍ او لوږه جګړه وکړي او فاتح شي، تاريخ د هغه لوږه نه يادوي خو فتحه يې يادوي، نو موږ هم بايد ځانونه تاريخ ته فاتحين وپېژنو، ولو که دغه فتحه زموږ په لوږه او فقر تر لاسه کېږي..

نن آسيا وېب پاڼه کې پر همدې ليکنې ځينو تبصرې ليکلې وې.. يوه ليکلي وو چې “سخت ټکان مې وخوړ.. ځکه دا د دوی لخوا يوه دسيسه ده چې د اسلام ستر پيغمبر خلکو ته جنګي وپېژني، په داسې حال کې چې اسلام د سولې دين دی.. !”

دغه ډول نظر یوه تبصره نه، بلکې نن سبا دا خبره ډېره يادېږي چې “اسلام د سولې دين دی، نه د جګړې او خشونت!” يو وار مې بي بي سي پښتو کې له يوې مېرمنې چې دوکتورا يې کړې وه، واورېدل چې ټوپک موږ تباه کړو، نو موږ بايد قلم ته لاس وروړو او ټوپک پرېږدو..! زموږ په ټولنه کې خلک له جنګه رښتیا هم زړه تورن دي، ځکه ډېر بې ګناهان په کې وژل شوي، خو دغه چې ځانونه “روڼ‌اندي” ګڼي، په دې نه پوهېږي چې ټوپک يو چا په لاس کې نيولی چې بېګناه يې پرې وژلی، ټوپک په خپله وژل نه کوي!
مخکې تر دې چې د اسلام له نظره په جګړې څه ووایم، غواړم يو څو ټکي د جګړې د عقلي اړتيا په هکله وليکم.

جګړه اړتيا ده، داسې اړتيا لکه دوا خوړل. دوا څوک په شوق و ذوق نه خوري، خو د مرض د مخنيوي له پاره سړی ډېرې ترخې دواګانې خوري او له درده ډکې پيچکارۍ کوي. جګړه له دوا ډېره شديده اړتيا ده، ځکه که څوک له ځانه دفاع ونه کړي، کېدای شي ژوند، عزت او مال يې ورڅخه واخيستل شي….کله کله جګړه د سولې د راتګ په هیله یوازینۍ اړتیا وي. یا داسې هم ویل کېدای شي، چې جګړه وسیله ده، هدف نه. د جګړې ښه والی او بدوالی یې هدف ټاکي. ښه جګړه هغه ده، چې تر شا یې پاک هدف او بده او ناوړه هغه ده، چې ناوړه هدف پالي.
    د “THE LESSONS OF HISTORY” ليکوال ليکي چې د ثبت شوي تاريخ په څه له پاسه څلور زره درې سوه کلونو کې يوازې څه له پاسه دوه نيم سوه کاله جګړه نه ده شوې! مطلب دا چې که څوک غواړي او که نه جګړه پرې تحميلېږي، نو هوښيار سړی بايد ځان جګړې ته تيار کړي.
عيسايانو به عيسی عليه السلام ته د بايبل د نوي عهد “NEW TESTAMENT” هغه خبره منسوبوله چې وايي “که چا د مخ په يوه اړخ يوه څاپېړه درکړه، بل اړخ ور واړوه، که چا دې کورتۍ واخيسته، چپنه دې هم ورکړه، که يو چا په زوره يو ميل وځغلولې، يو بل ميل هم لاړ شه!” دې پالېسۍ دوی ته غټه لانجه جوړه کړې وه، که چا پرې بريد کاوه يا يې ورته مستقيم يا غير مستقيم ضرر رساوه، دوی ورته هېڅ نه شو ويلای؛ ځکه دين يې د جګړې اجازه نه وه ورکړې.. خو دوی داسې ګوزاره ونه کړای شوه. “آګسټاین”  “AUGUSTINE”دغه نظر بل ډول تفسير کړ او ځان ته يې د ځان د دفاع حق ورکړ!

د جګړې همدا اړتيا ده چې نړيوال قانون هم د جګړې اجازه کړې، يعنې د نړيوال قانون له نظره جګړه ځينو وختونو کې قانوني حيثيت لري.

په نننۍ نړۍ کې هغه هېوادونه چې زموږ د “روڼ‌اندو” “قبلې” ګرځېدلي، ډېری يې اتومي او کيمياوي وسلې لري. دوی خو ځانونه “سوله پال” هم بولي او له جګړې کرکه هم کوي، سره له دې چې د دغه ډول وسلو استعمال له بشريت سره خيانت دی، ځکه وچ و لامده ټول سوځوي، ماشوم و بوډا، بې ګناه و ګناهکار، ملکي و جنګيالي نه سره بېلوي او ټول وژني! بيا هم دوی له ځان سره دغه ډول وسلې لري او هره ورځ يې د لا ډېرولو په فکر وي! ولې دوی د بشريت د ساتنې په خاطر دا ټولې وسلې له منځه نه وړي؟!

امريکا، روس، چين، فرانسه، انګلستان… ټول دومره وسلې لري چې د ځان د فاع څه چې د ګاونډیانو دفاع هم پرې کولای شي، روس خو يو وار وويل چې داسې وسله لري چې ټوله نړۍ پرې تباه کولای شي!

همدا اړتيا ده چې اسلام مسلمان د تيارېدو امر کوي. قرآن وايي چې بايد د دوښمنانو د ډارولو او مخنيوي له پاره بايد مسلمانان وسلې ولري او تل تيار وي. د ځان تيارولو له پاره د وسلو لرل اساسي شرط دی. دا نه يوازې يوه مباح کار دی، بلکې اسلامي فريضه ده. اسلام وايي چې بايد تل د دوښمن په مقابل کې تيار اوسو، که يې قانون ماتاوه، بايد نه هېرېدونکی سبق ورکړل شي.

لکه څرنګه چې مخکې مو وويل چې نړيوال قانون هم اوس دا نظر منلی او دولتونو ته يې له ځانه د دفاع له پاره د پوځ او وسلې لرلو اجازه ورکړې او که پرې بريد کېږي له ځانه د دفاع حق لري.

همدا نن نړۍ د اتوم له برکته په سوله کې ژوند کوي. له هغې راهیسې چې اتوم منځ ته راغلی، د نړۍ د اتوم لرونکو هېوادونو ترمنځ سوله واکمنه ده. موږ د “اتومي سولې” په عصر کې اوسېږو.

خو زموږ ځينې ساده ګان او ځينې پردي پال “روڼ‌اندي” لا هم دا وايي چې موږ بايد له وسلې کرکه وکړو او قلم ته لاس وړاندې کړو، داسې نه وايي چې بايد وسله ولرو چې خپل قلم پرې وساتو!

د اسلامي نړۍ په زړه کې پروت اسراييل ورځ په ورځ نوې خطرناکې وسلې جوړوي.. دوی لسګونه کاله مخکې داسې وسلې لرلې چې د ټولې اسلامي نړۍ د تباهۍ له پاره يې کفايت کاوه او هره ورځ پر مخ ځي او نوې وسلې جوړوي. همدوی زموږ د ساده ګانو او روڼ اندو په دماغ کې دا ځای په ځای کوي چې موږ له جګړې و وسلې کرکه لرو او تعليم بايد وکړو، څو مسلمانان له ځانه د دفاع وسايل ونه لري او د ضرورت په وخت کې يې په يوه منډه اشغال کړي.

مسلمانان متاسفانه د دوی په خبرو کې ګير دي، د دوی په دې خبرو د دوښمن هدف تر لاسه کوي. د دې پر ځای چې موږ خپل وخت په دغه ډول غير عقلاني خبرو تېروو، بايد د ويښتابه له پاره کار وکړو چې مسلمانان ويښ شي او هر اړخيز کار وکړي. د دغه ډول کار اساس د سم اسلامي مفاهيمو ښوول او خپرول دي.

زاهد جلالي (بغاوت کالم) – نن ټکی آسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x