تادین خان، له جنرال رازق سره

د بولدک په مارکیټونو کې د کندهار چاودنې په اړه خبرو باندې بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ٢٨، ۱۳۹۵ل): تېره اونۍ د کندهار والي په میلمستون کې د یوې غونډې پر مهال خونړۍ چاودنه رامینځته شوه، چې له کبله یې د کندهار مرستیال والي او د متحده عرب اماراتو پنځه ډیپلوماټان ووژل شول او د والي او د متحده عرب اماراتو د سفیر په شمول ګڼ کسان ټپیان شول.

که څه هم د پېښې مسئولیت هیچا په غاړه نه دی اخیستی خو داسې باورونه شته چې د کندهار دولتي چارواکو ترمینځ د شخصي سیالیو او رقابتونو لمن تر مرموزو وژنو پورې پراخه شوې او ښايي یاده پېښه یې یوه بېلګه وي.

د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق له چاودنې څو ساعته وروسته په داسې حال کې چې د ملامتیا ګوته یې طالبانو ته نیوله، وویل چې دی له پېښې درې دقیقې مخکې د لمانځه لپاره د غونډې له تالاره وتلی و او په وروستي رکعت کې يې د چاودنې غږ واورېد.

د غونډې له تالاره د جنرال عبدالرازق د وتلو څرنګوالي له عامو خلکو سره ګڼې پوښتنې راپیدا کړي.

خو له سیمې څخه تازه راپورونه وايي چې امنیتي چارواکو د کندهار د بولدک ولسوالۍ ټولو مارکیټونو او د ویش بازار منډیانو ته اخطاریه پیغامونه ورلیږلي چې هیڅوک به د تېرې اونۍ د چاودنې په اړه بحث او خبرې نه کوي.

د کندهار اوسیدونکی لیکوال او ژورنالیست خالد هادي وايي چې د جنزال عبدالرازق ورور «تادین» د پولیسو په واسطه د ټولو مارکیټونو او منډیانو څښتنانو ته ویلي چې په یادې موضوع کې د بحثونو مخه ونیسي.

د نوموړي په وینا خلکو ته په لیږل شوي پیغام کې ګواښ شوی چې که هر چا د دغې پېښې په اړه خبرې وکړې د کندهار تر والي به یې په بدتر برخلیک اخته کړي.

په عین حال کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د متحده عرب اماراتو چارواکو د چاودنې وروسته د جنرال عبدالرازق د مطبوعاتي کنفرانسونو او مرکو ویډیو کلیپونه امریکا ته لیږلي تر څو پرې د عدلي ارواپوهنې له اړخه څېړنې وشي او د جنرال رازق د څېرې، حرکاتو او سکناتو له مخې د نوموړي دروغ او رښتیا معلوم کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه هیواد یو لوړپوړي چارواکي او د دوبۍ د پولیسو مرستیال مشر ډګرجنرال ضاحي خلفان د کندهار د پېښې پړه په افغان امنیتي ادارو اچولې او زیاته کړې يې ده چې د پېښې ماهیت دا په ‌‌‌‌‌‌ډاګه کوي چې دا یو «خاینانه» عمل و.

که چېرې متحده عرب امارات د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق په پېښه کې په رسمي ډول ښکیل وګڼي، نو لږ تر لږه به یې په لومړي قدم کې هغه پانګونه او کاروبار له ګواښ سره مخ شي چې نوموړي په دې هېواد کې کړې.

هېره دې نه وي چې د دوبۍ د پولیسو مرستیال مشر ضاحي خلفان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د کندهار د پېښې د قربانیانو غچ به تر هغه د دوی په غاړه امانت وي چې عاملین یې قصاص کړي. نوموړي په خپلې ټویټرپاڼه کې ډاډ څرګند کړی چې ډیر امکان لري چې د پېښې عاملین کشف او پیژندل شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

محترمواسلام اعلیکم هیڅ مه وارخطاکیږۍ الله په هغه حالت کی هم بچاوکی که ملامت نه وی الله ابراهیم ع په اورکی هم بچاوکۍ زه چه ستاپه هقله معلومات لرم ته پاک یی ټول قندهار در څخه راضی دی ستاقصی ماته خلکو کړی دی چه دکرزی خپلوان زور واکان دکرزی دحکومت په وحت کی تاپخپله ویشتلی دی – دمفسدینومرګ الله پاکومسلمانانوته رواکړۍ دۍ ،الله دهر حالت ګواه دۍ اومرګ اوژوند ښه اوبد دالله په لاس دی دغریبانو سره ترحدزیات کومک کوه خیرات کوه هرڅه دالله دی موږته یی دامتحان دپاره راکړۍ دی چه یومسکین وه وینی فکروکه که ته دده په… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د نورو اسنادو او مدارکو اړه نشته ، الله ج و شرمولو ، ګندګی یی په پرتوګ کی توی شوه ، دا چه خلک د قندهار له فاجعی منع کوی ، ځکه یی منع کوی چه خلک ټول پوه شوی چه د هغه فاجعلی اصلی عامل رازق هلکو وو ، دا خپری چه خلک کوی رازق یی منع کوی ، تر دی زیات د بل دلیل او سند اړه نشتنه چه د قندهار د لویی فاجعی اصلی عامل رازق هلکو دی چه دری دقیقه دمخه له مجلسه لیری تللی او بیا یی هغه بمونه د رموت کنترول په واسطه منفجر… نور لوستل »