
استانبول کې په نڅا کلب د برید اصلي عامل نیول شوی
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ٢٨، ۱۳۹۵ل): د ترکیې امنیتي ځواکونو هغه بریدګر نیولی دی چې د روان میلادي کال په لومړۍ شپه یې په یو شپني نڅا کلب برید کړی و.
د ترکیې رسنیو نن راپور ورکړی چې ازبکستانی تبعه «عبدالقدیر مشریپوف» د استانبول ښار په ایسینورټ سیمه کې د لټون عملیاتو په نتیجه کې نیول شوی دی.
د ترکیې امنتي چارواکو ويلي چې نیول شوي بریدګر د رینا نامه د شپنیو نڅاګانو په کلب کې د نوي کال د لمانځلو پر مهال ډزې کړې وې چې ۳۹ تنه یې وژلي او یو شمېر نور يې ژوبل کړي هم وو.
د ازبکستاني ماشاریپوف انځورونه د پولیسو له لوري د استانبول په ښاریانو وېشل شوي وو ترڅو خلک د هغه په موندلو کې مرسته وکړي.
د ترکيې رسنۍ زیاتوي چې ازبک تبعه د یو قرغزي په کور کې خپل څلور کلن زوی سره پټ و چې کشف او ونیول شو.
بلې خوا بیا د رویټرز خبري اژانس لیکلي چې درې ښځې او یو قرغزی سړی هم د یاد تورن کس د نیولو پر مهال په کور کې موجود و چې هغوی هم پولیسو بیولي دي .
رويټرز دغه راز لیکي چې د استانبول د دې خونړۍ حملې مسؤلیت د داعش وسلوالې ډلې منلی و او د برید کونکي نوم يې ابو محمد خراساني یاد کړی و.
الا بلا ګردن ملا ، هره پیښه چه پیښه شی بخوا به القاعده یادیدله خلک پوه شول چه هغوی وحشی کارونه نه ترسره کوی صرف د اسلام د دشمنانو سره یی سروکار دی د امریکا د نوی ابتکاری وحشی پدیدی ( داعش ) نوم یادیږی. مګر دا څوک نه یادوی چه د اردګان او د عدالت د اسلامی ګوند د حکومت په دوره کی د نڅا کلبونه په ترکیه کی ولی شتون لری ، ترکیه نه اروپا یی او نه امریکایی هیواد دی چه ډیسکو ګانی ، نڅا ګانی او غیر اسلامی هر ډول عیاشیو د پاره پکی ټول شرایط… نور لوستل »