ټولنیزه برخه

خپل موقف څخه هيڅکله تنزل مه کوه

فضل الرحمن فکري

وایي چې یو چرګ به هر سهار وختي اذانونه کول، یوه ورځ یې څښتن ورته راغئ ورته وویل که بله ورځ د اذان وکړ نو بڼکې دې وباسم.

چرګ له ځان سره فکر وکړ چې نور چرګان هم شته دي ترڅو خلک لمونځ ته را پاڅوي نو راشه د څښتن څخه ځان بچ کړه له اذان تیر شه ځکه چې د ځان حفاظت هم فرض دی.

شپې او ورځې تیریدلې چرګ غلی وو، بله ورځ یی څښتن ورته راغی او ورته وویل چې نور به د چرګې په شان کوټ کوټ کوې که دې و نکړل نو بڼکې دې وباسم.

چرګ هم مجبور وو نو خبره یې ومنله د چرګې په شان به یې کوټ کوټ کول ترڅو چې بڼکې یې پر ځان پاتي شي.

یوه میاشت وروسته یې څښتن بیا چرګ ته وویل چې سر له سبا نه به د چرګې په شان هګۍ اچوې، که د هګۍ ونکړلې نو سبا ته د حلالوم!

چرګ په ژړا شو او له ځان سره یی وویل کاشکي د اذان کولو پر مهال مړ شوی وای نه دا چې یو ځل یې چرګه را نه جوړه کړه او بیا مي وژني.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x