خبرونه

لیکوال او شاعر ابوالخیر ځلاند ومړ

نن ټکی آسیا: نن د چهارشنبې په ورځ په کوټه کې مېشت لیکوال،شاعر او ویاند ابوالخیر ځلاند د څلور اویا کلونو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.
ارواښاد ابوالخير ځلاند د ١٩٣٩ع کال په جون کې د کوټې ښار شمال لوري ته په پروت (سره غوړګۍ) نومي کلي کې زېږیدلی و، د پلار نوم يې اميرجان او  په خټه بازى کاکړ و.

 ښاغلی ابوالخیر ځلاند د سویلي پښتونخوا په نوموتو شاعرانو او لیکوالو کې حساب و او همداراز د پاکستان راډیو د نطاق او لیکوال په دنده هم پاته شوی.
ارواښاد ځلاند تر شا اوه چاپ آثار پر ايښي دي،  د عمر خیام د څلوریزو منظومه ژباړه، د متلونو قصې (دوه ټوکه)،خيرالدوام د صالح محمد تاجک پر قلمي نسخه تحقيق، تعليقات او لمنليکونه، انګۍ( د نيمې نړۍ فرياد د پښتنو مېرمنو د ژوند هينداره)، د کسې لمر (د علامه عبدالعلي اخوندزاده پر ژوند او فن څېړنه) او همداراز زه تنکۍ غوټې يم (د کوچنيانو لپاره شعرونه).
ویل کېږي،چې د نوموړي څو نور آثار لا ناچاپه هم پاته دي.
ابوالخير ځلاند له اوږدې مودې راهيسې په کوټه ښار کې د شالدرې په سېمه کې ژوند کاوه. چې بالآخره تېره شپه  د ٢٠١٤م کال د جنورۍ پر ٧مه نېټه له نړۍ وکوچېد  او نن په خپل پلارني کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
د نن ټکی آسیا ویب پاڼې همکار چې ښاغلی ځلاند یې له نیږدې لیدلی او ورسره یې ادبي بانډارونه کړي، نوموړی یو متدین علمي او ادبي شخصیت ښيې او په وینا يې د نوموړي تر ټولو غوره ځانګړنه دا وه چې په هره جنازه او فاتحه کې به یې په خورا لوړ غږ او جرأت سره مرثیه (ساندې) له یاده ویله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x