نظــر

د ارګ او حرم سرای شپه

عمر عمران

زما په څیر به تاسو هم په ماشومتوب کې تذکره (پیژند پاڼه) نه درلوده ځکه دا هم د ګډوډي او جنګ ځپلي هیواد یوه بیلګه ده چې وګړي يه ددولت سره ثبت نوي او یو بل نه خبر هم نه وي.

نو تر هغه یه کیسه کې نه یو خو چې کله ګیر راشو نو بیا له حکومت سره ځان ثبتوو او پیژند پاڼې تر لاسه کولو لپاره منډه کوو.

په ۱۳۷۹ هـ ش کال کې زما هم هغه وخت تذکره پکار شوه چې باید په کندهار کې په افغان ترک ښونځي کې شامل شم .. هغه وخت چې هیواد د طالبانو حکومت په ۹۵٪ خاوره واکمن وه او د ښه امن او امان حکومت مو درلود خو د ښوني او روزني لخوا وضع لږ ټکنۍ وه یواځي د افغان ترک ښونځي ول چې په کندهار ، شبرغان او مزارشریف ښارونو کې څانګي درلودې او په نړیوال معیار برابر پروګرامونه یه درلودل.

د جدې میاشت کې ډیره یخني وه د مشر ورور سره لاړم غزني ښار ته چې د تابعت تذکره تر لاسه کړم او د افغان ترک ښونځي ته د شمولیت لپاره ځان اماده کړم.

زمونږ له کلي او د غزني تر ښاره هغه وخت د موټرلار یوه کرۍ ورځ نیوه د نابلدي له امله موپه غزني ښار کې د طالبانو د حکومت یو لوړ پوړی چارواکی یاد دې پخیر وي احسان الله اخند د لږ شناخت په پلمه پیدا کړ او د شپې تیرولو لپاره مو ځني غوښتنه وکړه.

کور یه ودان په خلاصه ټنډه یه راته وویل :
هیڅ مشکل نسته راځي زه هم روان یم حرم سرای ته او هلته به له ما سره شپه وکړي سبا چې رسمیات شروع شول خپل کار به شروع کئ له احسان الله اخند سره چې د امربالمعروف و نهي عن المنکر د ادارې مشري یه په غاړه درلوده ولاړو او په حرم سرای کې راته د شپې تیرولو لپاره لارښونه وکړه هلته مونږ ته هرڅه ډیر نابلده ښکاریده .. هلته د ننوتلو او را وتلو وخت کې هيڅ پلټنه نه تر سترګو کیده هر سړی داسي ننوت او ووت لکه خپل کور ته او ریښتیا هم همداسي معلومیده لکه د ملت کور.

ناسته پاسه خوراک څښاک هرڅه په ډیر ساده انداز کې تر سره کیدل د لمانځه په وخت به له امیره تر فقیره له اشپزه تر خدمت ګاره هر چا مخکي ځان رساوه.

د اوداسه په وخت به د پخلنځي له خوا و لوستي او نالوستي کشر او مشر ټولو ته یو اواز راته (ملا صیب راسه درواخله تودې اوبه اودس تازه کړه )

خوراک څښاک لمانځه او واعظ نه ورسته احسان الله اخند په یو غږ یو څو طالبان را ټول شول او دی یه منځ کې ولاړ وه پټي .. پټي خبري یه کولې خو صرف دا ځای مي تر غوږ شو چې نن شپه عملیات لرو نور پوو نشوم د عملیاتو کلمه مې په زړه جګه ناسته وه ډیر فکرونه مي وکړل ځکه زه او ورور مي لدې هرڅه سره نابلده وو .. او د وږدې کوټې اخر کې ناست وو.

ورسته غږ را وشوچې : میلمانه دې د خوب لپاره ځانګړو کوټو ته ولاړ شي ناوخته ده داوخت دشپې لس بجې وې چې مونږ د خوب لپاره په کوټو سره تقسیم شوو.

خوب را نه وتښتیده د عملیاتو خبره مي په زړه کې جګه ولاړه وه او هغه طالبان چې د عملیاتو لپاره چمتو کیدل هم نا کراره ول چا به تودې جامې اوغوستې او چا به وسلې اماده کولې بلاخره خوا او شا کړپ او کړوپ وه خوب نوره هم لار رانه بیله کړه زه او چرت سره پاتي وو او غوږ مي نیولی وه چي اوس به درب یا خرپ شي او اوس….

خو درب دروب د طالبانو شور پسې ورک شوو د بریښنا ماشین (جنراتور) هم بند شو توره تیاره او چوپه چوپتیا شوه بس یواځي دا فکر راسره وه چې عملیات به چیرته لري که نږدې او څنګه پیلیږي…!!!!!!! ؟؟؟؟؟

کله ویښ کله ویده خو ناوخته وه زما په فکر ۳ بجې خوا اوشا به وي خدای سته هغه وخت مې لاسي ساعت هم نه درلود چې وخت مي معلوم کړی وای خوپه همدې وخت مې بیا غږ تر غوږ شو د موټر د څراغونو رڼا کوټې ته را ولویده پوو شوم چې د عملیاتو ډله طالبان واپس راغلل د سهار په تمه شوم
چې خدایه څه به پیښ شوي ول ..!

لږ ویده شوی وم ورسته مې د سهار اذانونه تر غوږ شول له اذان سره سم په حرم سرای کې یو شوور شو اود لوټو او بدنیو یو کړپ او کړوپ شو د بریښنا ماشین بیا روښانه سو رڼا سوه او د لمانځه لپاره بیا هر چا کوښښ کاوه چې ځان مخکي ورسوي مسجد شریف ته ..

لمونځ په جمع وشوو هغو چې قران کریم یه زده وه قرانکرم ته کیناستل او تلاوت یه کاوه او زما په فکر د چا چې قرانکریم نه وه زده هغو سرونه په خپلو څادرونو پټ کړل او دناوې په ډول ناست ول خدای خبر چې څه به یه ویل الله پاک دې په عبادت کې ور شمار کړي !

ورسته لمر هم خپله رڼا خوره کړه د حرم سرای میلمانه او کوربانه یو په بل پسې را وتل د حرم سرای په انګړ کې هغه سپین بایپور موټر ولاړ وه کوم چې دشپې د د عملیاتو لپاره د اس غوندي زغښتلی وه په باډۍ باندي یو خړ ټاټ غوړیدلی وه تر ټاټ لاندي حتماً داسي څه پراته ول چې د هر سړي ورکې فکر بند وه .

احسان الله اخند را ښکاره شو او دوه طالبانو ته یه غږ کړ ( دا ټاټ له موټر نه لري کړئ ) طالبانو چې ټاټ له موټر نه ټول کړ د موټر شاته برخه کې ټوټه ـ ټوټه غټ تلویزون او ورسره ویسیار او کیسټي (ټلویزوني پیتې) پرتې وې د عملیاتو ‌مشر طالب لخوا احسان الله اخند ته وویل شول ریس صیب هغه استخبارتي معلومات چې د میري کلا له کلي مونږ ته رارسیدلي ول هغه په یو بې دینه کورنۍ کې دا ټلویزون وه کله چي مونږ عملیات شروع کړل د کورنۍ ټول غړي مو ټلویزون سره لاس په لاس ونیول او مجرمین مو قومنداني ته وسپارل او ټلویزون مو ټوټه ـ ټوټه کړ او تاسو ته مو راوړ

د امربالمعروف و نهی عن المنکر مشر په خپل طالب عسکر غږ وکړ : بری بری زمریانو …

ـ د ارګ شپه …

ورسته له زدکړو می د کار لپاره منډي ترړي شروع کړې تاسو ته هم معلومه ده چې هیواد کې یو ځل تعلیم او زدکړي د زړه په چاوده پای ته رسیږي او بیا کار د زړه په خوراک پیدا کیږي او له هغه ورسته به د ژوند خاوند کیږې .

د ۲۰۰۸ م کال لمړی میاشت وه د کار او دندي موندلو لپاره یو چا کندهار ښار په لاس راکړ ویل یه هلته کار پیدا کیږي.

سهار لس بجې کابل نه مې حرکت وکړ ماسپښین کندهار ښار ته ورسیدم دوه درې شپو تیرولو نه ورسته راباندي بیا جيب لخوا اوبه را خړي شوې لاس مي تنګ شو باید پیسې ډیري په هنر مصرف کړم.
ددې لپاره مي بیا له لږ شناخت نه کار واخیست او ددې کار لپاره مي بیا هغه وخت رایاد شو چې غزني کې مي د نه شناخت او سفما له کبله مې د طالب چارواکي په مټ حرم سرای ته د شپې تیرولو لپاره مخه کړې وه.

یاد دې پخیر وي دا وخت په کندهار کې والي اسد الله خالد وه داچې اسدالله خالد د غزني وه او کندهار کې د ولایت مشري ور په غاړه وه. خالد دا عادت درلود هر ځای کې له محصیلنو او په دنده پسې سرګردانه خلکوسره د اړتیا وړ مرسته کوله .

فکر مي وکړ چې تر څو کومه دنده پیدا کوې نو باید د شپې تیرولو لپاره داسي یوځای پیدا کړې چې مصرف نه بچ شم.

له یوې لاري مي د والي صیب خالد د تلیفون نمبر را پیدا کړاو په تلیفون کې مې ورسره خبري وکړې دا چې د طالب لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته او خبري یو عادي کار وه او د اوسني حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره لیده کاته ډیر ګران کارده نو هغه هیله ما هم له مغزو و ایسته او کور یه ودان په تلیفون کې راته وویل چې د شپې تیرولو لپاره د ولایت میلمستون یا ارګ ته ورشه زه به د مربوطه مسؤلینو نوم درکړم هغه سره تماس ونیسه او انشالله ستونځه نشته تاسو ته به هلته د شپې تیرولو لپاره ځای درکړي.
ورځ تیره شوه ماښام لمونځ نه مخکي د ارګ یا ولایت میلمستون په خوا ور روان شوم څو چې دروازې ته رسیدم پنځه ځایه وپلټل شوم او همدا یو پوښتنه یه کوله .. چیرته .. له چاسره او څه کار دې ده ؟
زما هم په خوله کې دا یوه خبر پاتي وه :

د والي صیب کلیوال یم شپه کوم … د والي صیب کلیوال یم شپه کوم … او خو د والي صیب کلیوال یم شپه کوم ..

اخیري دروازې ته چې ورسیدم هلته یه نو داسی و پلټلم چې د بدن د هر ځای خوله مې باد وچه کړه او بیا یه مخابره کې غږ وکړ:

پلانی د پلاني ځای د والي صیب په شناخت راغلی صیب امر مو څه ده ؟

مقابل لوري ورته امر وکړ چې راځي دي مشکیل نشته ، کله چې د ارګ سرای ته داخل شوم خدای سته لږ فخر مي کاوه چې ولا زه هم لکه چې یو څوک یم او د یو چا په شناخت راغلی یم، د والي صیب د ګارد (ساتونکو) دمشر لخوا راته یوه کوټه وښودل شوه ویویل هلته خوراک څښاک او بیا هغه کوټه کې خوب کوې که درس وایې هر څه چې کوې خوښه دې خپله.

خدای سته ماته یه هم خوند راکړ فکر مي کاوه چې ځای خو همدغه ده کله چې ناوخته شو د ډوډی د خوراک وخت شو دلته د حرم سرای په شان هر څه بلعکس ول وخت ټول یو شان وه لمونڅ خوراک څښاک د هر چا خپله بیداري وه چې چا لمړی لاس ټیټ کړ او څه لاس ته ورغلل و به یه خوړل او هلته چیرته یو ګوټ کې یو په لمانځه ولاړ یو دوه په بل ګوټ کې په یو ګیم او ورقو (پتو)او څوک تلویزون ته ناست یو نیم شوقي به رادیو غوږ ته نیولې وه رڼا اف ایم هغه وخت د کندهار هوایي ډګر نه فعاله راډیو وه زیاته برخه یه موسیقي ته ځانګړې وه ..

زه هم د کوټې په یو ګوټ کې هک پک ناست وم ډیر وخت ورسته د یو خیرن عسکر په لاس راته ډوډی راغله پتلون یه دومره خیرن وه چې اول کې ما ده یو مستري ګومان ورباندي وکړ خو شاته مې واکتل نو وسله یه هم غاړه کې وه او ږیره یه پاکه خرولي وه ښکلی ببر پیکی یه په مخ را پروت وه مخ ته یه ډوډی راته کیښوده او خپله هم را سره کینوست او ډوډی مو وخوړه او د ډوډی په ځای ناست وه چې یو سیګریټ یه هم کش کړ.

او ماته یه وویل نورنو کولای شې همدلته ویده شې خوښه دې خپله که ویدیږي اوکه کینې له همدغي کوټې څخه یو یو نفر تلل او زه یواځي پاتي شوم او هلته مې بیستره را خوره کړه او پريوتم . لږ ځنډ نه ورسته لا پوره ویده شوی نه وم او فکر کي مې هغه د حرم سرای شپه راتازه شوه او هغه ځوږه مي په دماغ کې راغله هغه په ټلویزون د عملیاتو وخت مې رایاد شو او فکر مي وکړ چې اوس خو هغه وخت نه ده او اوس خو ټلویزون د ژوند اصل بلل کيږي نو دلته به په څه شي عمیلات وشي ؟

په همدې سوچ کې وم چې غږ شو او دوه نفره را ننوتل او د کوټې اخرنۍ برخي ته ولاړو او سګریټ یه و لګول ورپسې بل نفر راغی اوپه نورور یه غږ وکړ چې :

د پیرې وخت مې پوره شو اوس نو سیګریټ راته ډک کړئ چې دړي وړي یم واخ …. واخ ټوکر ټوکر یم معراج ژر شه یو را ډک کړه …

لږ شیبه ورسته د کوټې منځ ټول د چرسو بوی او لوخړو په سر واخیست ماته ټوخی ودرید او را کیناستم ناست وم خپل ځای کې فکر مې کاوه چې اوس به کومه خوا ځې خو نیمه شپه ده بهر نور مشکیل درته جوړیږي .. مجبور شوم د دوی منځ کې مې په یوه باندي غږ وکړ (( قومندان صیب وبښه که دا بهر وڅکوئ زه ورسره ډیر حساسیت لرم))

قومندان صیب د نشې حالت کې راباندي غږ کړ (( اووو پیره ته پریږه دا خبري را سه یو دود کش کړه چې دماغ دې سر ته راسي نووو ))

پوو شوم چې باید عزت مې وساتم .. نوره چاره را سره نوه او مجبور شوم یو خیرن رویمال مې را کش کړ او پوزه مې کلکه و تړله او سر مې پټ کړ هیڅ لار نوه باید مشکیل په ځان را وړم او دلته ورته پریوزم نو د الله امر مې ومانه او تکلف مې په ځان راوړ اوس خو خدای پاک پیښه کړې .. خدای مهربان د الله پاک به سبا کي !!!

لږ ورسته خلکو ځانونه ښه ساړه کړل او یو یو وت او هغه خیرن بیا پاتې شوچاچې ماسره ډوډی خوړلې وه دالته یه یو بالښت تر سر لاندي کړ زګیروی یه شو او پریوت ..

زه ولاړ شوم د کوټې ګړکین مې خلاص کړ تر څوچټله او د چرسو هوا ووزي او تازه هوا راشي له دې سره سم چرسي عسکر را پورته شو دا چې زه میلمه وم نو کور یه ودان لږ حیا یه وکړه په غوسه یه وه نه ویل خو دومره یه پوو کړم چې کړکین باید بیرته په حیا کې بنده کړم او په خپل ځای باید قرار کینم ..
زه په خپل ځای کې بیرته پریوتم او د سهار انتظار ته شیبې شمارم.

عسکر هم تلیفون له جیبه را وویست او له یو نرم غږ لرونکي انجلۍ سره روخ شو خدای خبر چې څوک به وه او هغسي خبري یه سره کولې چې زه یه دلته د لیکلو بښنه غواړم په خوله مې نشي راتلای چې ولیکم .

بس خدای پاک سهار کړ لمر لا نه وه راختلی په پټه پرده کې را ووتم دوه پښې مې خپلي وي دوه مې خدای خبر له چانه و غوښتې او شاته مې نه دې کتلي او نه مې بیا د شپې لپاره زړه ښه کړی … او خدای پاک مې ورځ سمه کړه تر اوسه پوري الحمد الله ښه ودانه ده……

عمر عمران
۱۳/۱/۲۰۱۷
یادونه : ارګ او حرم سرای د ولایت د چارواکو او میلمنو لپاره د خوراک او پروګرامونو خاص ځایونه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد

دا ښه ده چې له اسدجان سره دې خبله شبه نده راغلې. دشپې به دبنګړو له ماتیدلو اوجامونو ګړنګولو خوب نه وای کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x