نظــر

عبدالحکیم مجاهد جاسوس؛ خو احمد شاه مسعود اتل

شمس الرحمان مومند
عبدالحکیم مجاهد کوم خیانت ندی کړی هغه د افغانستان د مظلوم ملت د زرګونو خلکو د قاتل د جمیعت د ګوند برهان الدین رباني یوه خبره را نقل کړله ربانی طالبان د سولې فریشتې بللې وې هغه مهال چې زیاتره جګړه یې د رباني د ګوند دښمنانو  او حزبیانو سره طالبان په جګړه کې وو هغه مهال رښتیا هم د سولې فریشتې وې خو وروسته د رباني له ګوند سره سر سختې جګړې وکړلې ځکه هغوی د واک غوښتنه کوله او غوښتل یې چې د واک ستره برخه او مشري یې ددوی په لاس کې وي خو دا ونشول نو هغه مهال یې سترې جګړې وکړلې نو ځکه نن طالبان د سولې فریشتې بلل جاسوس بلل کیژی او باید چې بندي شي.

د افغانستان د اجرائيه ریاست ویاند مجیب‌الرحمان رحیمي امریکا غږ ته وویل “د ملي یووالي حکومت رهبري پریکړه وکړه، چې ښاغلی مجاهد له دې وروسته نشي کولی چې د افغانستان د سولې عالي شورا د غړي په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي

د سولې عالی شورا د /یکشنبه/ په ورځ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دې شورا د سلاکار عبدالحکیم مجاهد د جدې د درویشتمې نېټې څرګندونې، چې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انستیتیوت په یوه غونډه کې یې کړې وې، د ښاغلي مجاهد شخصي دریځ ښيي او نوموړي د دغه انستیتیوت په غونډه کې د سولې د عالي شورا د استازي په توګه ګډون نه و کړی.

عبدالحکیم مجاهد هغه واقعیتونه وویل چې ټول افغان ملت ته معلوم دي خو نن یې څوک  د ویلو توان ځکه نلري چې ددغو ټولو ناخوالو عاملین یې د واک په ګدي ناست دي

خو د سولې شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد بیا وایي چې خبرې په څو موضوعاتو کې ناسمې تعریف شوي

عبدالحکیم مجاهد وویلی چې د افراطیت په اړه یې خبرې کولې او هغه څرګندونې یې چې کړي حاضر دی چې سپیناوی یې وکړي.

خو عجیبه داده چی په اوسنی دولت کی څوک د خاینینو په باره حقیقت هم نشی ویلی او چا چی خیانت کړی وی واک د هغه سره دی که هغه نه  وی واک یی د اولادونو سره وی  افغانستانه په کوم غم دی وجاړو!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x