جمعېت که خيانت؟

شمس الرحمن مومند

(برهان الدين ربانی) – (۱۹۴۰ – ۲۰ د سېپتمبر، ۲۰۱۱ ز. کال) د ۱۹۹۲ – ۱۹۹۶ ز. کال پورې د افغانستان هېوادمشر و. همداراز هغه د سولې د شورا مشر او د جميعت اسلام د گوند مشر او پخوانی جهادي جنگسالار هم پاتې شوی. نوموړی د افغانستان د ژغورنې د جبهه ېې ملي تر نامه لاندې سياسي گوند لارښود هم وه، چې همدا گوند د بېلابېلو پخوانيو کورنيو جگړو کې ښکېلو ډلگيو يوه سياسي اېتلافي جبهه ده چې په افغانستان کې يې د طالبانو د غورځنگ په وړاندې د جگړې لپاره لاس يو کړی و. رباني د افغانستان د هېواد مشر په توگه تر هغه مهال پر کابل کې خپل واک چلاوه تر څو چې د طالبانو له غورځنگ سره په ټکر کې او د کابل په نيولو سره د کابل ښار نه تېښتې ته اړ شو.

برهان الدين رباني د محمد يوسف ځوی دی چې په ۱۹۴۰ ز.کال کې د افغانستان بدخشان ولايت کې زېږېدلی. له ۱۹۹۲ ز څخه تر ۱۹۹۵ ز پورې د افغانستان په کورنيو جگړو کې ښکېل و ، او د ملگرو ملتونو د بشر د حقوقو د څانگې له خوا چې وايي ، ده په افغانستان کې توکمپالنې او تبعيض ته لار هواره کړه او د خپل په حکومتي دوره کې ېې پر بې گناه ولسونو هر راز غیر بشري اوغیری اسلامی تېري ترسره کړی همدارنگه ېې دی د افغانستان د ډېرو لرغونو اثارو پر لوټلو او د بیت المال پر خرڅولو هم د بشر د حقوقو له خوا تورن دی.

په ۱۹۷۴ز کال کله چې رباني پېښور ته وتښتیدو نو هماغلته يې د خپل گوند مرکز تاسيس کړ او له هماغه ځايه يې د جميعت اسلامي د گوند لارښوونه کوله. په پاکستان کې د نورو جهادي گوندونو تر څنگ يې د روسانو او د هغه وخت د حکومت په وړاندې د جهاد اعلان وکړ او بيا د امريکا په وسلو او پېسو او د پاکستان په پوځي او سياسي لارښوونو د روسانو د يرغل په واندې ودرېده. کله چې په ۱۹۹۲ ز. کال کې د ډاکټر نجيب الله دولت د يوې کودتا په ترڅ کې ړنگ شو نو د رباني په مشرۍ د مجاهدينو لومړنۍ ملېشې کابل ته راننوتلې چې بيا تر ډېر مهاله يې د کابل د بی ګناه خلکو عزتونه لوټ کړل او وینی تویی یی کړلی.

احمد شاه مسعود
احمد شاه مسعود د پنجشير په دره كې زوكړې وؤ. له اصلا د تاجکستان د كولاب دى. خو نيكونو يې د افغانستان د پروان ولايت پنجشير درې ته راوكوچېدلې. مسعود، د پلار د دولتي دندې له له امله پدې و نه تواندې چې سمې زده کړې وکړي، ځکه چې کال به یې په یو ولایت کې وو، نو بل کال به په بل ولایت ته د بدلون له لامله تلو. منځنۍ زده کړې یې د استقلال په لېسه کې ترسره کړي. دا وخت د استقلال لېسه د فرانسوي ښوونکو او چارواکو لخوا اداره کېده، چې په همدغه لېسه کې د لومړي ځل لپاره مسعود د فرانسوي څارگرو په لومه کې پرېوځي، او د لوړو زده کړو لپاره د کاپل پولې تخنیک د پوهنتون د انجینیرۍ پوهنځي ته ور وپېژندل کېږي.

په 1371لمریز کال د کابل له نیولو وروسته د پاکستان استخباراتي اداری مشر جنرال حمید گل د نظار شوری له مشر احمد شاه مسعود سره د څارگریزو اسنادو په اړه غږېږي، ددې پېښو جریان د پاکستانۍ ورځپاڼې (فرنټییر) په 1992ز د مۍ په ۲۲مه نیټه راخېستی چې جنرال حمید گل د خاد شبکی استخباراتي اسنادو ترلاسه کولو لپاره کابل ته سفرونه کړي. په اړونده ورځپاڼه کې راغلي چې « گل د پاکستان په اړه د خاد مدارک راټولوي.» دا ورځپاڼه وروسته کاږي چې احمد شاه مسعود اړوند اسناد جنرال حمید گل ته وروسپارل.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د