شعـــــرونه

شهيده توتکۍ/ رضوان الله فيضاني

رضوان الله ( فيضاني )

زمونږ د مينې دنياګۍ شهيده شوې
بيا د امن ښاپېرۍ شهيده شوې

چې ځوانان ويښ کړي هغه ټپې يې نشته
ښکاري ګرانه ملالۍ شهيده شوې

چې لښکر د ابرهه يې رېز مرېز کړ
مجاهده توتکۍ شهيده شوې

تور خزان راغى ګلشن تالا والا شو
هم ماليار هم يې ځولۍ شهيده شوې

ول په ول په وينو سره غلبېل غلبېل ده
د جانان سپينه پګړۍ شهيده شوې

د اسمان ستوري په کړيکو کړيکو ژاړي
تاريکي شوله سپوږمۍ شهيده شوې

غږېده به چې په خوند د غره لمن کې
هم شپونکى هم يې شپېلۍ شهيده شوې

( فيضانی ) خوږ ترنم يې خاموش شوی
د ( انعام ) وړه خولګۍ شهيده شوې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x