ښځه او تجارتي اعلانونه

استاد حمزه افغان
په دې وروستيو کې د هېواد په يو زيات شمېر رسنيو کې د مختلفو وسايلو له لارې تجارتي اعلانونه خپريږي چې ښځې د سينګار او تجميل د آلاتو اخستلو ته هڅوي،ډير زيات شوي اعلانونه دي، خصوصا هغه د ښځو لپاره خاصې مجلې،چينلونه چي د سينګار او آرايش ننني وسايل او د هغو استعمال پکي ورته ښودل کيږي.

ډيمکرات ريچانډ ډيسنټ( Richand Desmond)چي د پنځو ټى وى ګانو اومجلو د مرکزونو مديريت په غاړه لري او په مختلفو ژبو خپرونې کوي داسى وايي؛
دا هيڅ پروا نه لري چي له هرې لارې سرمايه لاس ته راوړې، مقصد دا دى چې ته يي مالک شې، خو د دې مقصد لپاره تر دې آسانه لاره
بله نه وه مګر هغه څه چي د ښځو په لاس کې دي چي هغه ترې راوايستل شي.

زما سره د مجلو او تلويزيون چلولو فکر هغه وخت پيدا شو چې کله مې وليدل چې د ورزش او د ښځو د سينګار مجلې ډيرې خرڅيدلې نو ما هم قصد وکړ چې د يوې مجلې چلولو کار شروع کړم. نو په لمړي قدم کي مې 15پنځلس ښځې داعلاناتو لپاره پيدا کړي، او د مجلې چاپ مو شروع کړو او ډير کامياب کار وه، او دا مجلي اکثره په اسلامي هيوادونو لکه شام، مصر، ترکيه پاکستان،بنګله ديش کي پلورل کيدي.

او د اعلاناتو لپاره مو په لنډ وخت کي نورې 85ښځې پيدا کړي چي په دى جمله کي ديارلس13 مسلمانانى ښځې هم وي.

ريچانډ ډينسټ وايي :چي څومره کار د ډيمکراسې لپاره دغه ښځې کوي د اعلانونو په شکل کي بل څوک دومره کار نه شى کولې خاص کر په اسلامي هيوادونو کي  مثلا : د يوې روپى چاکليټ به وي او د اعلان لپاره به ورته لس لس ښځې ګډا (رقص )کوي او دا اعلان به بيا زمونږ او تاسې ماشومان هم ګورى نو په ريشتا چي ډيمکراتي ته ډير خدمت ده.

زما پوره کار جوړ او د دوى له لاسه مې ډير څه پرې راوايستل چي اوس د لويې سرمايې خاوند او د پنځو 5 مطبعوعاتي مراکزو مالک يم.

يو ښځه چي( ريچانډ ډيسنټ) سره يي کار کاوه پخپله اعتراف کوى او وايى: غوړام په صراحت ووايم چې دا د اعلان وسايل چي زمونږ د سينګار او آرايش د سامان او استعمال لپاره شپه او ورځ اخته دى او کار کوى، فقط ددي لپاره دى چې مسلمان ملت په فاحشى اخته کړى.

اعلانات هم د ښځو لپاره د هڅونې او اعصابو د خوځښت او اثارت يوه لويه لانجه ده چي د ټولنې په افرادو کې احساسات راپاروي.

په آخر کى کى زما توصيه دا ده چي دوي خبري په نظر کي ټينګي ونيسه

اول: د دغو غولوونکو او دروغجنو تجارتي مجلو او چينلونو سره پوره مقاطعه وکړي چي دا مجلې او چينلونه فقط ستا وخت ضايع کوي

دوهم :د تجارتي ټولو اعلاناتو او وسايلو څخه کاملا ځان وساته چي ټول هغه څه نشر او توزيع کيږي چى د اسلام له نظره حرام دى ،دا به ستا د نفس لپاره ښه خوښ او د دين او زړه لپاره ښه سلامتيا وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د