افغانستان

د ماشومانو خوارځواکي او لوږه د امريکايي جګړې سوغات – ویډیو

“کامن ډریم” خبري سايټ ليکلي چې دیارلس کاله وړاندې افغان ولس ته وعدې ورکړای شوې وې چې د طالبانو له حکومت وروسته به د دوی ژوند هر اړخیز بدلون ومومي؛ ولې پرافغانستان د امريکا له پوځي برید وروسته د ديارلس کالو په تېريدو نه يوازې چې د افغانانو ژوند ښه نشو بلکې نور هم خراب شو. بشري ټولنې وايي چې د امريکا د جګړې له امله د افغانستان کوچنيانو خوارځواکي او لوږه تر پخوا ډېره شوې ده چې دا مرض تر ډېره د ماشومانو د مرګ سبب ګرځي.

 د ملګرو ملتونو د بشري څانګې لخوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې په افغانستان د کوچنيانو خوارځواکي او لوږه په سلو پنځه سوه سلنه زیاته شوې ده، چې اصلي لامل يې ذهني بوج او پر افغانستان تپل شوې امريکايي جګړه ده. نيویارک ټايمز ورځپاڼه ليکي چې د دوی يو شمېر ډاکتران او ارواپوهان د خپل تحقيق په نتيجه کې وايي چې په افغانستان کې روانه جګړه او د ولسي خلکو بې ځایه کيدل د ماشومانو د خوارځواکۍ عمده لاملونه دي. د ماشومانو د خوارځواکۍ او روغتيا په اړه دقيقې شمېرې نشته، ولې ټايمز اخبار د کارپوهانو له قوله لیکللي چې غرب په ملیونو ډالر د کوچنيانو روغتيايي وضعیت باندې لګوي، مګر ستونزې ورځ تر بلې زیاتيږي

{youtube}CpH0qzFOxIo{/youtube}

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x