شعـــــرونه

غزل/ خالق یار احمدزی

خالق یار احمدزی

له وختونو سرګردانه درپسې یم
درته وایمه چې ګرانه درپسې یم

موږ په ګلو کې اغزي ندي کرلي
لکه زړه ستا مهربانه درپسې یم

چا په وچو شونډو داخبره وکړه
شپو او ورځو کې جانانه درپسې یم
‏.
ته له ستوریو په ماښام پوښتنه وکړه
آن له ځمکې تر آسمانه درپسې یم

مخه ښه دې چې په زیړ مازدیګري کړه
تګی تګی یم هجرانه درپسې یم
‏.
د دې چم د یتیمانو آه فریاد یم
د دې هیلو ترجمانه درپسې یم

‏.رازرغون کړه پدې چم کې سره ګلونه
لاس مو لپه کړل آرمانه درپسې یم
‏.
تورې سترګې له نازونو کړه راپورته
یوه خبره کوم ګرانه درپسې یم
‏.
د افغان مظلوم ملت د پګړۍ وله
پل پل دې طالب جانه درپسې یم
‏.
په قلم یې  د زړګي درد دی لیکلی
خالقیار شوی ستومانه درپسې یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x