ټولنیزه برخه

معيوبي مو بايد د عيب سبب ونه ګرځي….!

د جَدّي د مياشتې ژيړي لمر ټول ښار پر خپلو وړانګو پوښلی وو. د ښار واټونه څه له ځايه خيرن وو او څه د لالهاندو، سرګردانو، او د اولاد په نفقه پسې د ستومانه ښاريانو ګامونو سولولي وو او دوړي او ګردونه يې د ځمکې تر څنګ هوا ته هم پورته شوي وو. له ګڼې ګوڼې د ډک بازار په يوه ډير بوخت تمځای کې يو پنډ چاغ ځوان چې ږيره يې تازه په ترتيب برابره کړي وه، ولاړ وو . ځوان له سړو نه د ځآن ساتنې په موخه يې له واسکټه نيولې تر پټو، جورابو او بوټونو پورې ټول تدابير نيولي وو، تورې عينکې يې بالابود له دوړو نه د سترګو ساتلو په موخه په سترګو کړي وې، په غاړه کې يې ډول ډول لويي او وړې تسپې هم اچولي وې او پوه شکوله ډوله ببره خولۍ يې هم پر سر کړي وه.

د پنډ زلمي يوه پښه له زنګانه لوړه غوڅه وه، او غوڅ ځای يې چې د يوې تنه ورې ونې بڼه یې خپله کړي وه، پر يوه لکڼه لګولي وه، هر څوک چې به يې تر مخ تېريده، نو د غوڅې پښې دغه ځای به ورته وښوده او ورته ويل به يې: وروڼو! داغسې مه تيريږئ، د خدای لپاره يو څه مرسته راسره کوئ، زه معذوره يمه. الله مو ثواب په برخه کړه…..!

د سهار مخه وه، هر چا غوښتل چې د ورځې په کارونو کې يې برکت وي، ځکه هر چا له خپل حیثيت سره سم څه نه څه په موټې کې د صدقې او خيرات په نمت ورښودل، ده به دعا ورته وکړه، د بسپنې پيسې به يې د خپلې اوږدې کورتۍ جيب ته کړې او يو لاس به یې پر مخ راتېر کړ او يو ځل بيا به يې خپله خبره د يوه ياد کړي فلمي ډيالوګ په بڼه تکرار کړه او له هر تکرار سره سم به يې د تېريدونکي ښاري مخې ته لاس هم ور وغزاوه.

دغه مهال ناببره ځوان مخامخ متوجه شو، چې دوه مېرمنې له ليري ډيرې په بيړه او ډيرې په چټکۍ سره مخ د ده پر خوا نورو خلکو په څېر را رواني دي. ځوان په خپله دغه پاملرنه کې ملامت نه وو، ځکه په دغو دوو ميرمنو کې يې يوه د ده په څير له يوې پښې بې برخي وه، پښه يې له ځنګانه پورته غوڅه وه، د غوڅې پښې پر ځای يې لکڼې ته ورته يو اوږد لرګی لګولی وو، غوڅ ځای يې پر يوه بله تخته له لرګي سره نښلولی وو او دلته یې پښه ټينګه ورسره تړلي وه. د ځوان لپاره د حیرانتيا ځای دا وو چې معيوبه ميرمن تر بلې روغې ميرمن ډيره تیزه روانه وه، ډير رسا ګامونه يې اخيستل او که چا يې د پښې پر ځای لګيدلی اوږد لرګی نه وای ليدلی، ډير کم خلک به ورباندې پوهيدلي وای چې ګواکې يوه پښه نه لري…!

ځوان په همدغه فکر کې وو چې ميرمنې د ده مخې ته راورسيدلې او ده لکه د ټيپ ريکارډر فيته په اتومات ډول ورته خپل هماغه ډيالوګ پيل کړ: خوندو….! داغسې مه تيريږئ، د خدای لپاره يو څه مرسته راسره کوئ، زه معذوره يمه. الله مو ثواب په برخه کړه…..!

معيوبې ميرمنې چې دی وليد، ورته پښه نيولي شوه، لاندې باندې يې پر ځوان نظر تېر کړ، خپله کوچنۍ بټوه يې پرانستله او ځوان ته يې د نورو ښاريانو د دود خلاف د پنځو، لسو يا شلو روپو پر ځای سلګون ور وړاندې کړ، ځوان چې سلګون ته لاس ور اوږد کړ، يو ځل بیا يې دميرمن پر غوڅه پښه سترګې ولګيدلې، له ځانه سره خجالت شو خو دا چې تورې عينکې يې پر سترګو وې، معيوبي ميرمن ونشوای کولای چې د هغه په سترګو کې زغليدونکي تاثرات ځانته معلوم کړي، خو دا خبره ښکاره وه چې دوي دواړه يو نارينه بل ښځينه ول، دواړه معيوبين ول، د دواړو يوه يوه پښه نه وه، دواړو غوڅو پښو ته لکڼي درولي وې، نارينه پنډ، څورب او پر غوښه پټ وو، ښځينه نرۍ، وچه او ډنګره وه، نارينه ساکت او د بې ګودره اوبو په ډول ځآی پر ځای ولاړ وو او میرمن لکه څپانده سيند، خوځنده، هڅانده او متحرکه وه، د ژوند په کږليچونو کې يې ځان نه وو ښکيل کړی، روانه وه، د خپل يون پر وړاندې پراته خنډونه يې د خسو او خشاکو په بڼه له ځانه سره وړل، ځان ته یې لاره ايستله….!

نارينه ټيټ لاس وو او میرمن برلاسي وه، نارينه سوالګر وو او میرمن صدقه کونکي….!
دغه مهال يو بل سپين ږيری راغی، ځوان ته يې د لسو افغانيو يو لوټ ورکړ، د خپلې ورکړې صدقې په بدل کې يې يو پيغور دا ورکړ چې لږ وشرميږه….! دومره پنډ ځوان يې، دا بله ښځه هم ده، ګوډه هم ده، تا ته يې سل روپۍ خیرات درکړ، ستا لپاره همدا شرم بس دی چې يوې ګوډې ښځې خيرات درکړ او ته ټيټې سترګې ورته ولاړ يې…..!

ځوان د شرم او خجالت احساس وکړ، خو مجبوره وو چې ځان خلاص کړي، ويې ويل: آکا….! اته واړه واړه بچيان مې دي، پښه مې نشته چې کار وکړم، کلينري وکړم، غريبي وکړم، منډه ترپه وکړم، کنه ما ته هم دا خوند نه راکوي چې دلته د هر کس او ناکس تر خوله لاس تېر تېر کوم او خير ترې غواړم…..!

سپين ږيرې د دې خبرو په اوريدلو سره په سواليه ډول د معيوبې ميرمنې خوا ته وکتل او ميرمن لکه د سپين ږيرې په هدف چې پوهه شوي وي، سره له دې چې بيړه یې هم وه، خو ځوان ته يې مخ واړاوه ور ته ويل يې: څوک حق نه لري چې پر چا د خپلې صدقې احسان بار کړي، خو چا ته دا هم نه دي په کار چې خپله ناروغي، نقص، نيمګړتيا او عيب د خپلي فطري لټۍ او کسالت لپاره پرده وګرځوي، هغوي چې پښې او لاسونه يې روغ دي او بيا هم سوال کوي، د هر چا مخې ته یې لاسونه نیغ نيولي وي، د خپل دغه کار څه دليل لري…؟

زموږ هيواد او ټولنه ټوله معيوبه ده، څلويښت کاله جګړې ټول خلک له پښو او لاسونو بې برخي کړل، زه او ته هم د همدغې ټولنې برخه يو، زما پر کور راکټ لګيدلی، ميړه او ليور مې ځای پر ځای را ووژل، يو، دوه دیارلس ماشومان يواځې ما ته پاتې شول، همت مې له لاسه ورنکړ، د خياطي او ګلدوزي په موسسه کې مې زده کړې پيل کړې، سم له لاسه مې په کار پيل وکړ، څه موده وروسته کار ته روانه وم، د دوو ډلو ترمنځ جګړه ونښتله، د نورو ډيرو خلکو په څېر زه هم د راکټ د مرمۍ ښکار شوم، پښه مې غوڅه شوله، څه موده له کاره ولويدلم، خو بيا مې کار پيل کړ، کار مې وکړ، له هیچا مې هيڅ ډول مرسته ونه غوښتله. د پښې جوړولو لپاره مؤسسې ته ورغلم، هغوي به نن او سبا راته کول، له کاره يې ايستلم، کور څنګ ته ترکاڼ ته ورغلم، لکڼه مې خپله ورته راوړه، راته سمه یې کړه، پښه مې پرې ټينګه ټينګه وتړله، تګ مې پيل وکړ، په لومړيو شپو ورځو کې ورسره نابلده هم وم او پښې مې سخت درد هم ورسره کاوه، خو سوګند مې خوړلی وو چې د مؤسسې پښه به ونه کاروم….!

هغه ورځ او نن ورځ، دری اطاقه کور مې خپل واخيست، د کوڅې خوا ته مې يوه خونه جوړه کړله، هلته مې د خپلو جوړو کړيو کاليو او توکو مغازه خلاصه کړه، څه موده وروسته مې په کور کې د خياطي او ګلدوزي کورس جوړ کړ، څنګ ته بل کور مې په کرايه ورته ونيو.

اوس سلو انجونو ته دغه هنرونه ورزده کوم. له هرې انجلۍ د مياشتې پنځه سوه افغانۍ فيس اخلم. کور مې خپل دی، مغازه مې خپله ده، اولادونه او ليورځي مې ټول د ښار په غوره ښوونځيو کې درسونه لولي، هيچا ته شکر دی نه يم احتياجه…ګوډه پښه مې هيڅکله د خپل کار او تحرک مانع نه ده ګرځولي، خپله نيمګړتيا مې هيڅکله د خپل مادي او مانيز تکامل او بشپړتيا په لاره کې خنډ نه ده ګرځولي……!

ميرمنې دا ټوله کيسه په يوه ساه وکړه او له بلې ميرمنې سره يو ځای په بيړه وخوځيدله، د ځوان په ذهن کې يې محشر جوړ کړ، د شرم او خجالت له احساسه بيخي په ځان نه پوهيده، ځان ته یې لاندې باندې وکتل، خپل حالت ورته سراسر پيغور ښکاره شو. ګوډې ميرمنې ته یې له شا شا کتل او پر هغې يې د يوې مينه ناکې فرښتې مينه راتلله….! په غاړه کې ځوړنده تسپې يې راواخيستلې او تار تار يې پر سړک وشيندلې، عينکې يې هيسته وغورځولې، ټول هغه څه چې له امله یې پر ځان د سوالګر ګومان کيده، هيسته وغورځول، پښه یې په غاړه کې پر تاو کړي دستمال د لرګي له تختې سره ټينګه ودروله، لکڼې يې همدلته وغورځولې او د معیوبې ميرمنې له شا یې منډه واخيستله….!

پښې يې سخت درد کاوه، خو همت يې وکړ، ګامونه يې نور هم چټک کړل او چې معيوبي میرمن ته ور نژدې شو پسې ناره يې کړله: …اې ترورې….! ترورې… لږ صبر وکړه… ودريږه….! زه هم ځم چې ستا په مؤسسه کې شاګرد شم……!

عنایت الله کاکړ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x