شعـــــرونه

محمد صلي الله عليه وسلم

عبدالمالک همت

ستر پېشوا د دې جهان دی محمد
لوی ژغورونکی د انسان دی محمد

چي د جهل د تيارو پر ضد را پاڅېد
د با طلو سره وران دی محمد

د عرب او د عجم توپير يې ورک کړ
پلوی د مسلمان دی محمد

په سترتوب هيڅ وبل چا ته قايل نه دی
بس پالونکی د رحمان دی محمد

لړزولي يې ماڼۍ د زور او ظلم
د مظلوم ځای د امان دی محمد

لر او بر يې پر نړۍ عدل جاري کړ
په رښتيا ناطق قرآن دی محمد

په پوهنه يې تياره نړۍ رڼا کړه
د علومو يو لوی کان دی محمد

رسالت يې کړ په ښه توګه تر سره
ځکه ډېر پر الله ګران دی محمد

زه”همت“ يې په مننه افتخار کړم
چي استازی د سبحان دی محمد

(صلی الله عليه واله وسلم)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x