افغانستان

د وزیرستان ۲۰۰ کورنۍ له افغانستان بیرته خپلو سیمو ته تللي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ٢٨، ۱۳۹۵ل): د خوست ولایت څخه ۲۰۰ کورنۍ بیرته وزیرستان ته ګرځېدلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپور سره سم د وزیرستان دوه سوه کورنۍ تېره ورځ د غلام خان د بندر لاري د پولي بلي غاړي ته واوښتلې چیري چې د قبایلي علاقې سیاسي کمېټې د نوم ثبتولو لپاره ورته یو دفتر پرانیستلی دی.

د چارواکو په وینا دغه کډوال به تر نوم ثبتوني وروسته په «بنو» کې مېشت کړل شي او بیا به خپلو سیمو ته له هغه ځایه انتقال شي.

په کال ۲۰۱۴ کې په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ عملیاتو چې په «ضرب عضب» یې نومولې وه، له امله په زرګونو کورنۍ په پاکستان کې بې کوره شوې او همداسي لږ تر لږه ۲۰۰۰ کورنۍ یې د افغانستان اړخ ته راغلل او هلته په خوست ولایت کې مېشت شول.

د ورځپاڼي په وینا د پاکستان حکومت غواړي چې د جنوري تر ۲۶مي نېټې پوري دغه کورنۍ بیرته وزیرستان ته انتقال شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x