ټولنیزه برخه

نیکمرغي او بد مرغي ستاسو په خپل لاس کې ده

د دې موضوع دښه وضاحت او روښانولو له پاره یوه نه درۍ لنډکۍ کیسې را اخلم، په دې سره به موضوع له روښانه کیدلو سره په دماغونوکې هم په اساني سره ځای ونیسي اوکه مو یو وخت دامهمه موضوع چاته رسوله دښایسته کیسو ور اورولو په ترڅ کې به مو د ژوند خورامهمه لارښوونه هم ورته رسولې وي. پام مو وي چې د کیسو د تعجب په مهال په سر ړپولو سره چوپتيا مه غوره کوئ پایله مهمه ده یادیې لرئ.

1 – هټلر دخپل فوځ دری جنرالان په نه بښونکي جرم ونیول، دریواړو ته یې په عجیبه طریقه دمرګ سزا واوروله، هغه داسي چې دريواړه به په تنګو خونو کې اچوي دخونو ټول منافذ اوچولې به کلکې بندوي

وروسته به خونو ته دزهرجن غاز پایپونه تیرول کیږي. همداسي وشول، له یوې ورځي اوشپې وروسته چې خونې خلاصي شوې دريواړه جنرالان مړه پراته وو. عجیبه داوه چې خونو ته تش پایپونه غزول شوې وو ، نه زهرجن غاز و اونه هیڅ شی!! . 

2 – د غذايي توکو په یوه لویه عمده فروشي کې مازدیګرمهال یوکاریګر په ګودام کې ناوخته شو، دی دیخچال په لویه خونه کې بوخت و دهغه دروازه اتوماتيک بنده شوه نورکاریګروتلي وو سبا دجمعي دورځې رخصتي هم وه نارو سورو ګټه نلرله اوکاریګرغریب دیخچال په خونه کې بند پاته شو، په بنګال کې څوګړۍ وخت تیرول سخت و او دوه شپې یوه ورځ تیرول ناممکن و .کاریګر په بنګال کې دمرګ په انتظار ډډه ووهله، قلم اوکاغذ ورسره و او خپل حالت یې لیکی، لنډه دابر سباچې ګودام خلاص شو په بنګال کې کاریګر مړ پروت و خپل مختلف حالات اود یخ په مقابل کې یې دخپلې لږځواکې پوره کیسه لیکلې وه په اخرکې یې داجمله لیکلې وه چې نوروپه دلیکلوتوان په ختمیدا ده څو ګړۍ وروسته به مرم …

عجیبه خوداوه چې هروخت به داګودام بندیده نو په ټولو یخچالونو به یې برق قطعه کاوه اودا یخچال هم په برق کې نه و بیخي کم یخ و خوکاریګربدمرغه فکرکاوه چې له برق سره وصل ده!! .

3- یوه ډاکټرله محکمي نه په اعدام محکوم بندي وغوښت محکمي د بندي په خوښه اجازه ورکړه، ډاکټر او دهغه دکارټیم بندي ته وویل: موږ به ستاکورنۍ ته ډیرې پیسې ورکړو، زموږ په علمي څیړنه کې به ستایادونه هم کوو او… خوستا داعدام کار دیوې مهمي څیړنې په نیت موږ ترسره کوو اوهغه داسي چې موږ ستاله بدن نه ستاټوله وینه کاږو او په دې توګه به ته وژل کیږې، بندي موافقه وښودله.

  ډاکټر دهغه سترګې وتړلې په لوړه چوکۍ یې کیناوه په سینه کې یې د زړه پرځای دوه نسبةً لوی پایپونه وردننه کړل، هغه یې د ده له غځولو لاسونو سره د ده ترڅنګلو ورسول هلته یې بندي ته داسي وښودله چې د ده د زړه رګونه یې پریکړل، په پایپونوکې یې د وینې په څیر تبڼې اوبه تیري کړې، د ده له دواړو لاسونو لاندي یې تشې بالټۍ کېښوودلي، په بالټیو کې داوبو دڅاڅکولویدلوغږ داسي و لکه دوينې څاڅکي چې پکي لویږي.

څه وخت وروسته ډاکټر او ټیم یې دبندي په بدن کې ژیړوالی او پوره تغیر ولید چې دهغه سترګې یې خلاصي کړې هغه مړ و!! . داپه داسي حال کې چې له بدنه یې یو څاڅکی وینه هم نه وه تللې او پوره په دومره وخت کې ومړ لکه په واقعي توګه چې په څومره وخت کې دیوه انسان له بدن نه وینه وایستل شي او هغه ومري.

پایله 

 دحقیقت په څیر که پیاوړی خیال عقل ته يوشی وړاندي کړي عقل دبدن غړیو ته امرکوي چې دکارپرېښودلوته ځانونه تیارکړئ دعقل په نزد جداوهزل یاټوکې اورښتیا یو ډول دي،

 دهټلر دجنرالانو عقلونو دخیالي زهرجن غاز پراساس خپل غړي له کاره ودرول.

دیخچال دبندي عقل تخيلي یخ په حقیقي هغه واړاوه او پراساس یې بدن دمرګ کومي ته وسپاره.

د ډاکټر له تجربې لاندي بندي په دې خیال و چې په پایپونوکې روانې تبڼې اوبه یې د زړه وینې دي.

زموږ د دماغونه منفي اومثبت میسجونه اوپیغامونه زموږ دژوند پریکړې په لاس کې لري، زموږ روحيات او روان موږ ته ژوندنښې ټاکي،

ته خپل ځان په کم کار ستړی وبوله اوخپل عقل قانع کړه چې سخت ستړی یم داکمه ستړیا دي له نوره کاره اچوي او خامخابه غزيدلې پښې پروت یې، اوکه عقل ته ايجابي پیغامونه سنۍ کړې او قناعت ورکړې چې دنن په څلرويشت ساعته کې شپاړس یې بې تکلیفه کارکولی شم په باورسره به شپاړس ساعته ګړندی لګیا یې او نشیط اوبیداربه هم یې. 

تاسوچې په خپل خیال کې ځان ته کومه نقشه تیاره کړئ ستاسو عقل اوبدني ځواک کټ مټ هغه نقشه پلې کوي په دې اړه په روحي او رواني لحاظ ځانونه خبرکړئ زموږ او ستاسوباطن او داخلي ځواکونه چې کوم کارونه کوي ډیر کم خلک په هغه پوهیږي. که موږ په دې اړه ډیر کم معلومات لرلی اوهغه موعاموخلکوته هم رسولې وی دکوډګرو او تورزړو دمګرو له مسلطو فتنو او ويړشر نه به موتر ډیره حده ځانونه ژغورلي وو.

په ټولیزه توګه د ژوند دنیکمرغي اوبدمرغي په اړه همدغه فارمول کارګر ده، که په خدای درکړې کمو نعمتونو راضي او ځان خوشاله وبولئ، ستونزې دژوند برخه او په هر ډول کم او لوی نعمت مکرر شکر اداکړئ، هروخت له الله راضي او (الحمدلله) په خوله لرئ، که مو په ذهن او روان کې همدانقشه پخه کړه ترټولو لوی نیکمرغه او خوشاله انسان به یې.او د دې پرعکس په ذهن کې دخپل ژوند توره اوبدمرغه نقشه تیارول ستاسو په واک کې پریمانه نعمتونه اوخوندونه درباندي ترخوي او لنډه داچې دنیکمرغي له پریمانه وسایلو سره به د بدمرغي په تمبلۍ کې ایسارپاته وئ. لاسمح الله. 

داراز په کورکلي کې کله د ژوند دناوړه شرایطولامله کومه خوارکۍ میرمن زړه تنګې شي دزړه تنګسیا عادي حالت ده ډیرو روغو اوخوشاله خلکوته کله کله پیداکیږي. خوهغه عاجزه په ناخبره خلکو کې اوسي خواښې یې ووایې رنګ یې الوتی ښکاري، بله یوه ووایې سترګې یې هم لويدلې معلوميږي او داسي نور… کوډګر اودمګري ته یې ورسوي هغه په کتاب کې ورته وګوري… او دګڼ شمیرناروغیو نومونه ورته کتارکړي. اوس زموږ دلوړو معلوماتو په رڼاکې د دې ناخبره ښځې په خیال کې تیارې شوې نقشې ته ځیرشئ. اودانقشه به یې عقل او بدني ځواک پلې کوي اوښکاره خبره ده چې روغ انسان به ناروغه کیږي.

له لوړو اوږدو خبرو داپايله ترلاسه کولی شوچې نیکمرغي اوبدمرغي دهرچا په خپل لاس کې ده، قرانکریم په تکرار سره دالله په نعمتونو دشکرایستلو لارښوونه کړې ده او علماء وایې دالله نعمتونه له ناشکره خلکو منډي وهي په شاکرینو پسي ګرځي.

 دمکي مشرکینو دځمکې پرمخ ترټولو ښه اوغوره ښار مکه مکرمه کې دالله دعظیم نعمت رسول الله صلي الله علیه وسلم شکر ونه ایست، هغه و چې له لاسه یې ووت او د تبو اوناروغیو دښار (یثرب) ګوتشمیر کسان ورته راغلل، په هغه یې ایمان راوړ او په شکرانه کې یې هغه خپل ښارته وباله او دپوره مرستې ژمنه یې ورکړه، الله جل جلاله داستره نعمت پرهغوی ولوراوه.

لطفا دالیکنه زموږ د ټولنې دخورا زیاتو خلکو ضرورت ده، د لوړو دریو کیسو په شکل کې عام خلک هم پریپوهیدلی شي په ليکنيز شکل له خپراوي سره یې باید دعاموخلکو په مجلسونوکې هم بیان کړوڅو ګټه زیاته اوناخبره خلک خبرشي.

حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x