
منصور فقیریار د المان د ۲۰۱۳ کال غوره لوبغاړی اعلان شو
د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم ګول کیپر منصور فقیر یار په المان کې د ۲۰۱۳ کال غوره لوبغاړی اعلان شو.د المان د (این، ډي، ار) مشهور ټلویزیوني چینل د خپلو لیدونکو د نظر پوښتنې له مخې تکړه افغان لوبغاړی منصور فقیریار د ۲۰۱۳ کال غوره لوبغاړی اعلان کړ.تیر کال هم د فوټبال په برخه کې د نوموړي د تکړه ګول کیپري او همداشان د المان د الډینبورګ او د افغان ملي فوټبال ټیم تر منځ په سیالۍ کې د هغه د مهارتونو له مخې دې مقام ته نومول شوی و.