fbpx
له رسته اړخه: د ختم نبوت سکرټري جنرل ډاکټر احمد علي سراج - او مشر عالم: مولانا عبدالحفیظ مکي

د ختم نبوت تنظیم مشر دیني عالم مولانا عبدالحفیظ مکي وفات شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ٢٨، ۱۳۹۵ل): د ختم نبوت تنظیم مشر، نړیوال دیني او روحاني شخصیت مولانا عبدالحفیظ مکي په جنوب افریقه کې د زړه دورې له امله وفات شو.

د نوموړي عمر ۷۰ کاله وو او په پاکستان کې د قادیانيت پر خلاف د ختم نبوت تنظیم مشر او دیني مبلغ وو.

نوموړی په تصوف کې د تبلیغي جماعت د پخواني مخکښ مشر مولانا محمد زکریا کاندهلوي مرید او پیروی خلیفه وو.

د نوموړي ټول عمر د ختم نبوت عقېدې او قادیانیت پر ضد د خلکو پوهاوي ته وقف کړی وو، لیکوالي او تصنیف، دیني تبلیغ، دیني مدارس او تصوف سره یې سروکار وو.

مولانا عبدالحفیظ مکي اویا کاله تر مخه د هندوستان په «امرتسر» ولایت کې زیږېدلی وو، د هندوستان د وېش وروسته د پاکستان په «فیصل اباد» ښار کې مېشت شو، دیني زده کړي يې په سعودي کې بشپړي کړې او بیا یې د هندوستان په سهارن پور کې په جامعه مظاهر العلوم کې د مولانا ذکریا رحمه الله په ګډون د نورو مشهورو هندي علماو څخه دیني زده کړي تر لاسه کړي.

هغه د بخاري شریف یوه لویه شرحه هم لیکلی چې نوم یې «کنز المتواري» دی او په ۲۷ جلدونه مشتمله ده.
نوموړي په دیني علمي حلقه کې د نړۍ په سطحه ښه نوم درلود او په عربو وعجمو کې په درنه سترګه ورته کتل کېدل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د