مصر: اته پولیس وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ٢٨، ۱۳۹۵ل): د نامعلومو وسلوالو په برید کې د مصري پولیسو اته منسوبین وژل شوي دي.

د عربي رسنیو د راپورونو سره سم تېره شپه د مصر په جنوب لویدیځ کې د «الوادي الجدید» په سیمه کې نامعلومو وسلوالو د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ چې له امله یې ۸ پولیس ځای پر ځای ووژل شول.

د کورنیو چارو وزارت د پيښي پخلی کړی او ویلي چې د ښار څخه ۸۰ کیلو میتره لیري یوه امنیتي پوسته تر برید لاندي راغلې چې له امله یې یاده مرګ ژوبله اوښتې او په جوابي ډزو کې دوه بریدګر هم وژل شوي دي.

له هغه راهیسي چې په مصر کې د پوځ په سرپرستي جنرال سیسي د اخوان المسلمین د حکومت پر خلاف انقلاب کړی، د مصر په پلازمینه قاهره او په سیناء ولایت کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات شوي. خو دا لومړی ځل دی چې د مصر په یوه بله برخه «صعید» کې هم ورته برید کیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د