fbpx

جلال اباد: ډاکټران د پرلپسې اختطافونو په غبرګون کې کاربندیز کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ٢٨، ۱۳۹۵ل): په جلال اباد ښار کې ټولو ډاکټرانو په یوه خوله ویلي چې سر له سبا «چهارشنبې» به په دې ښار کې خپل ټول رسمي او شخصي طبي خدمات په ټپه ودروي.

د افغانستان د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو ټولنه وايي چې دا پرېکړه د ډاکټرانو د پرلپسې اختطافونو په مخنیوي کې د حکومت د بې غورۍ په غبرګون کې کوي.

د یادې ټولنې د ختیځې حوزې سیمه ییز دفتر د ننګرهار ولایت مقام ته په استولي لیک کې ویلي د ننګرهار ولایت طبي پرسونل وروسته له هغه دا ګام اوچتوي چې د ولایت مقام د دوی غوښتنو ته توجه ونکړه.

دغه لیک چې د ننګرهار په ټولو دولتي ادارو سربېره یې کاپي له رسنیو سره هم شریکه شوې، کاږي چې څه موده وړاندې یې د ننګرهار له والي سره د ډاکټرانو د امنیت اړوند غونډه درلوده، خو تاسف څرګندوي چې تر اوسه د دولتي مقاماتو لخوا په دې اړه هیڅ پرمختګ نه دی شوی.

د ننګرهار ولایت طبي پرسونل او ډاکټرانو وروسته له هغه د خپل امنیت او خوندیتوب غوښتنه وکړه چې څو اونۍ وړاندې په جلال اباد کې د داخلې او هضمي جهاز پیاوړی متخصص ډاکټر سید نور علي شاه سیدي د سړي تښتوونکو لخوا وتښتول شو.

د افغانستان د ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو ټولنه وايي چې دولتي مقاماتو ته د مراجعې باوجود د دوی د غوښتنو په منلو کې عملي ګام نه دی اوچت شوی او زیاتوي:

«فلهذا ټول طبي پرسونل پرېکړه کړې چې سر د چهارشنبې د ورځې (۲۹/ ۱۰/ ۱۳۹۵) څخه خپل ټول رسمي او شخصي طبي خدمات په ټول ښار کې په ټپه ودروي».

مخکې هم په ننګرهار کې روغتیايي ډاکټران او د هغوی د کورنۍ غړي د سړي تښتوونکو لخوا اختطاف شوي دي.د تېر کال په مارچ میاشت کې د ننګرهار د طب پوهنځي د استاذ ډاکټر محب الله شینواري پنځلس کلن زوی تښتول شوی و او اختطاف چیانو ترې یو ملیون ډالر غوښتل.

په جلال اباد کې د بیداره روغتون یو تن ډاکټر رفیع الله زړه سواند په خپلې فیسبوک پاڼه د ډاکټرانو په پرلپسې اختطافونو خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي:

«روغتیایي کارکوونکي او ډاکتران د ټولنې خدمتګاره قشر یا وګړي دي، چې په هر ډول حالاتو او شرایطو کې یې د خپل ولس او خلکو خدمت کړی دی او کوي یې، له بده مرغه له څه مودې راهيسې په ننګرهار کې بار بار ډاکټران او د دوی د کورنۍ غړي د نورو امنیتي ستونځو تر څنګ د سړي تښتوونکو لخوا تښتول شوی دي».

نوموړي د طبي خدماتو ځنډول د ډاکټرانو لخوا د ځان او کورنیو د خوندیتوب لپاره لومړنی اقدام ګڼلی، خو دا یې نه دي ویلي چې که دولت یې په خوندیتوب کې پاتې راشي راتلونکی غبرګون به یې څه وي.

په افغانستان کې چې وګړي یې د عادي ناروغیو د علاج لپاره هم د ګاونډیو هیوادونو روغتونونو ته اړ وي، د روغتیايي ډاکټرانو په ژوند کې امنیتي ستونزې او روغتیايي بنسټونو ته عدم توجه د دولت په وړاندې ګڼې پوښتنې راټوکوي او په دولت باندې د ولس باور ورځ تر بلې ورځ زیانمنوي.

تر اوسه د ننګرهار ولایتي چارواکو د ډاکټرانو د دغې پرېکړې په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
wali khan
میلمه
wali khan

کاش چی ډاکتر د ټولنی خدمت ګار پا تی شی، ننی ډاکتران خو ټول تجاران دی یو مریض لپاره به یو زقم دوا ضرورت وی خو دوی چی ددوا کاروبا ریانو سره کمیشن لری بیچاره عریب سړی ته پند کړی او بنډل روپی تری اخلی.

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی !!!! لمړی ټول ډاکتران تجاران نه دی ، دا سمه ده چه تر نورو به د هغه وسو او هڅو له مخی چه د زده کړو په وخت کی ترسره کړی زیاتی لاسته راوړنی لری ، مګر د خلکو د ناروغیو د پاره یواځنی مرجع ده ، که د هغوی امنیت هم خوندی نه وی ، نو ناروغان به څه کوی . د غ او غ په شان ډاکتران خو اروپا او امریکا ته منډی وهی او په ارګ ځانګړی او پرمخ تللی ډاکتران لری مګر دغه مظلوم په څه حال وی