نړۍ

د سوريې استخباراتو د مشهور ژورنالیست فیصل القاسم کور محاصره کړی

له لندنه خپريدونکی اخبار “القدس العربي” ليکي چې د سوريې استخباراتو د الجزیرې مشهور ژورنالیست دکتور فیصل القاسم کور محاصر کړی او د کور پيره دار يې شړلی دی.

د یادونې وړ ده چې يو ځل مخکې هم د نوموړي ژورنالیست کور د پوځي استخباراتو لخوا نیول شوی و چې وروسته په پوځي کلا بدل شو.

فیصل القاسم د يادې پيښې په اړه خپل غبرګون کې و ويل چې د سوريې حکومت د دې پر ځای چې زموږ پر کورونو بریدونه کوي ښه به دا وي چې مسلکي ژورنالیستان وروزي تر څو د خپلو مخالفینو مقابله پر دلیل وکړي

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x