ټولنیزه برخه

د مظلوم مرستې ته له اسمانونو څخه ملایکې راځي

لیکوال:ابوالحسن عباسي
ژباړه: عبدالمالک مدني

ابو معلق صحابي به زیاتره مهال په تجارتي سفرونو بوخت ؤ،یوځل ده دتجارت مال را اخستی ؤ، په لاره کې غل ورباندې پیښ شواو ورته ویې ویل :زه تا او ستا مال دواړه اخلم .

ده ورته وویل :ما ولې قتلوې،مال واخله ماپرېږده . مګر غله ونه منل ،ده ورته وویل،چې دڅلور رکعته لمانځه وخت خو راکړه،غله وخت ورکړ،صحابي څلور رکعته لمونځ وکړ.

په اخري سجده کې یې دادعا وغوښتله:ای محبت کوونکې! ای محبت کوونکې!

ای ستر عرش والا!ای دخپلې ارادې مطابق عمل کوونکې!

زه ستاڅخه ستا د عزت په وا سطه داعذر کوم ،ستا دملک او بادشاهي په وا سطه دا سوال کوم ،چې دهغه مقابله هیڅوک هم نشي کولی،ته ما ددغه غله له ضرر څخه وساتې،ای!مددکوونکې!ای مددکوونکې! ته زما مدد وکړې ،په دې وخت کې یو په اس سپورشخص را ښکاره شو،چې په لاس کې یې نیزه وه ،هغه غل یې قتل کړ.صحابي پوښتنه ترې وکړه ،چې ته څوک یې ؟ده ورته وویل :زه دڅلورم اسمان فرشته یم .تاچې اول ځل دعا وغوښتله، ما د اسمان د دروازو دخلاصېدلواواز واوریده ،

دویم ځل چې دي دعا وغوښتله، په اسمان کې شر شور جوړشو،دریم ځل چې دي دعا وغوښتله،نو ماته وویل شول چې دا دیو مصیبت لرونکي اوازدی .ما دالله تعالی څخه ددغه ظالم دقتلولودرخواست وکړ،الله تعالی زما درخواست قبول کړ،نوما هم غل قتل کړ.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x