fbpx

امین کریم :د حکمتیار په ظهور کې لوژستیکي ستونزې دي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ٢٨، ۱۳۹۵ل): د حزب اسلامي مرکچي پلاوي مشر امین کریم په یوه خبري ناسته کې نن رسنیو ته وویل چې حزب اسلامي به په راتلونکو پارلماني او ولسمشریزو انتخاباتو کې په ټول قوت برخه واخلې او د انتخاباتي بهیر کلکه څارنه به وکړي تر څو په سمه توګه تر سره شي.

نوموړي همدا راز وویل چې د حزب اسلامي دمشر ګلبدین حکمتیار د بندیزونو په تړاو هیڅ اندېښنه نه لري، هغه به په راتلونکې کې په کابل کې را ښکاره شي. خو معلومه موده او نېټه یې ونه ښودله.

نوموړي وویل چې کابل ته د هغه په راتګ او ښکاره کېدو کې ځیني لوژستیکي ستونزي شتون لري، چې هغه حل شي، نوموړی به په کابل کې را څرګند شي.

امین کریم وویل چې یوه میاشت تر مخه یې حکومت ته د ۴۸۸ بندیانو لیست سپارلی چې تر اوسه نه دي خوشي شوي، امید دی چې په راتلونکو څو ورځو کې د هغه بندیانو لومړۍ جوپه راخوشي شي.

نوموړي وویل چې پر ګلبدین حکمتیار باندي د لګېدلو بندیزونو په اړه هیڅ اندېښنه شتون نه لري، دا د حکومت دنده ده چې د هغه څخه بندیزونو لیري کړي او دا کار پر مخ روان دی تر اوسه داسي څه ستونزه نه لېدل کیږي.

نوموړي ویلي چې د فرانسې او روسیې د موقفونو په اړه چې تر اوسه هرڅه ویل شوي هغه یوازي ګنګوسي دي، تر اوسه په رسمي ډول دوی منفي څه نه دي اوریدلي.

هغه وویل چې بیا هم د حکمتیار راتګ او په کابل کې څرګندېدل تر بندیزونو هیڅ تړاو نه لري، بلکي ځیني لوژستیکي او تخنیکي شرایط چې د هغه راتګ ته لاره هواروي تر اوسه نه دي متحقق شوي، چې څرنګه دا کار وشي، نوموړی به په کابل کې را څرګند شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اقبال
میلمه
اقبال

د پلیت نړیوال دین او نظام ( دموکراسی) د خلکو له سترګو او مخونو هغه د شرم نور لیری او هر څه یی په مادی معیارونو عیار کړل یعنی هر څه کی ډالری تر لاسه کوی پروا نه کوی چه له هر دروغ څخه کار واخلی او د هغه دروغو د پاره دلیل تراشی وکړی، ضمیرنو یی له خبیثه بدنو څخه د تل دپاره هجرت کړی چه پخوا به یی سالم او روغ قضاوت ته اړ ویستل. د حزب سلامی او حکومتیار نماینده د حکومتیار د راتګ په اړه طفلانه څرګندونی نه یواځی د حیرانتیا بلکه د خندا وړ هم… نور لوستل »