
خوست: د ملې اردو ۶ عسکر د بخارۍ د ګاز له امله مړه شول
د خوست ولایت چارواکو رسنیو ته ويلي چې بیګا شپه د خوست په صحرا باغ ولسوالۍ کې د ملي اردو په پوځي اډه کې د خوب پر مهال د بخارۍ د ګازو له امله د ملي اردو شپږ عسکر مسموم شول چې سمدستي روغتون وړل شوي او په روغتون کې د درملنې پر مهال مړه شول. د یادونې وړ ده چې هر ژمي د هيواد په بیلا بیلو سیمو کې د بخارۍ د ګازو له امله سلګونه پيښې کيږي چې ستر لامل يې بې پرواهي ده چې خلک د خوب پر وخت بخارۍ بله پريږدي.