جاپانیان تر مرګه کار کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومې ٢٨، ۱۳۹۵ل): د واشنګټن پوسټ ورځپاڼي په یوه راپور کې ویلي چې جاپانی ولس کیدای شي د نړۍ پر سطحه تر ټولو زیات کارکوونکی ولس وي، ځکه چې د نړۍ په سطحه ددوی خوب لږ او کار یې ډېر دی.

راپور کاږي چې په جاپان کې د کار کولو کلتور ډیر سخت او تر ډېره متشدد دی، حتی په جاپان کې دوی ورته یو اصطلاح «کاروشي» کاروي، چې معنی یې ده: زه تر مرګه کار کوم.

ورځپاڼه وايي چې دا د کار مالکانو لپاره یو ښه خبره ده، ځکه چې دوی په لږو امکاناتو کولای سي چې خپل تجارتي عقدونه پر وخت اجراء کړي، خو د هیواد لپاره یې ډېر تاوان کړی ځکه چې نوي زیږېدني کمي شوي، خلک وايي چې دوی د ماشومانو زیږولو لپاره وخت او قدرت نه لري.

سرچینه زیاتوي چې ځیني جاپانیان د ډېر کار کولو له وجي ځان وژني ته اړ شوي، په تیرو ۴ کلونو کې د ځوانانو په منځ کې د ځان وژني کچه ۴۵ سلنه زیاته شوې او د ښځینه وو په منځ کې ۳۹ سلنه.

چارواکي هڅه کوي چې ولس له ډېره کاره وژغوري، هغوی خپل ژوند او کورنیو ته متوجې کړي، په همدې وجه یې د هري میاشتي وروستی جمعه د «سره زرو جمعه» نومولې، په دغه جمعه باندي شرکتونه تشویقیږي چې خپل کارکوونکي تر وخت مخکې رخصت کړي.

ددې تر څنګ د جاپان لومړی وزیر «شینزو آبي» هڅه کوي چې د کار موده متعینه شي او د اجراء لپاره یې رقابت زیات شي.

د کور څخه کار کول هم یو حل بلل کیدای شي، ځکه نو اوس په ځینو شرکتونو کې پر معین وخت عمومي برېښنا قطع کیږي، بیا که څوک کار کوي نو په توره شپه کې به ناست وي او یا به له خپله کوره کار ته اړ وزي.

د جاپان د حکومت ویاند په تېرو ورځو کې ویلي چې هیواد یې اړتیا لري چې ولس له ډېره کاره راوګرځوي او په ژوند کې د توازن ساتلو ته یې را وبولي تر څو د نویو ماشومان زیږدني زیاتي شي، د ماشومانو او زیات عمر لرونکو کسانو ساتنه او روزنه په سمه توګه تر سره شي.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.