fbpx

د سکاټلنډ یارډ پولیس کندهار ته رسېدلي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ٢۹، ۱۳۹۵ل): د کندهار چارواکي وايي چې د والي په مېلمستون کې د چاودني د څیړلو په موخه د سکاټلنډ یارډ پولیس هم دغه ولایت ته رسېدلي دي.

تېره ورځ ماښام وخت د کندهار امنیه قومندان عبدالرازق رسنیو ته وویل چې د د متحده عرب اماراتو دوهم تحقیقاتي ټیم هم کندهار ته رسېدلی چې د هغو سره د سکاټلنډ یارډ پولیسو یو پلاوی هم مل دی، تر څو د کندهار د پيښي تحقیقات وکړي.

باید وویل شي چې د کندهار د پيښي د څیړني په موخه په عین وخت کې څو پلاوي ټاکل شوي چې په لومړیو کې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مشري د کورنیو او دفاع وزارت د جګپوړو چارواکو یو پلاوی کندهار ته ورسېدی، بیا د حکومت یو بل پلاوی چې مشري یې د ولسمشر سلاکار داود ګلزار کوي، هم کندهار ته ورسېد او تحقیقات یې پيل کړه، په عین وخت کې دا دوهم پلاوی دی چې د متحده عرب اماراتو څخه کندهار ته رسیږي.

تېره اونۍ د سې شنبې په ماښام د کندهار ولایت په مېلمستون کې د چاودني له امله د بهرنیو دیپلوماټانو او جګپوړو چارواکو په ګډون ۱۱ تنه مړه او ۱۸ نور ټپیان شوه.

سکاټلېنډ یارډ د انګلېنډ «برتانیه» تحقیقاتي او کشفي پولیس دي، ددوی له خدماتو څخه بهرني هیوادونه هم هغه وخت استفاده کوي کله چې پېښه ډېره لویه او جدي وي، په هیواد کې دننه پر ځای پولیسو او تحقیقاتي ارګانونو باندي ډېر اعتماد نه شي کېدای ځکه چې وېره وي چې دغه ادارې دي په پېښه کې لاس ولري.

کله چې په پاکستان کې د پيلپز ګوند مشره او پخوانۍ لومړۍ وزیره بېنظره په یوه لاریون کې ووژل شوه، د هغه پيښې د تحقیقاتو څېړنه هم د سکاټلنډ یارډ پولیسو ته سپارل شوې وه ځکه چې ګمان کېده د هغه وخت دیکتاتور جنرل پرویز مشرف به په دغه وژنه کې لاس لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالواحداڅګزۍ
میلمه
عبدالواحداڅګزۍ

زدلویوشیطانانو انګریزانوپلاوۍ قندهارته وه رسید هیڅکله به حقیقت ونه وایی هغه به وه وایی چه دمسلمانانو په زیان وی داهرڅه خرابۍ چه په اسلامی نڼۍ کی وینۍ د دین ،کلتور.ورور وژنه اود دوو اسلامی ملکو اختلاف اودښمنی داټول ددو په مملکت کی جوړیږی اوبیاد دوی دایجنټانو په ذریعه په مقابل دلږوپیسوکی عملی کیږی،داتخریبونه له هغه وخته شروع دی چه دوی پرټوله دنیاآمریت کاوه اوس نور هم پسی قوی سوی دی زه یی یوډیرساده مثال چه شپانه هم په پوهیږی (دروژنیت خپله دروژی میاشت ده په ټوله دنیاکی روژه وی پاکستان نیت کړی روژه خوری)که څوک دافکر کوی چه هندستان اوپاکستان… نور لوستل »