نړۍ

امريکا:په ویرجينيا کې د پوځي چورلکې د پريوتو له امله څلور تنو مرګ ژوبله اوښتې

د امريکايي رسنیو له قوله ويرجينيا ایالت کې د امريکا د بحري ځواک يو هيليکوپتر “نورفولک” سمندر کې لويدلی چې پنځه سپرو پوځيانو له ډلې دوه مړه،  او مرستندويه ډلو ترې دوه پوځيان زخمي حالت کې راویستي دي او د پنځم لټون هم روان دی. ويل کيږي چې دواړه ټپيان پوځي روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوي دي. “سوا” امريکايي رادیو وايي چې غورځيدلې ایم ايچ ۵۳ ډوله چورلکه په مکمله توګه له منځه تللې او تر اوسه د پيښې لامل نه دی مالوم. د امريکا د بحري ځواکونو وياند وايي څلور تنو كې دوه مړه او دوه ټپيان دي او

د پنځم لټون روان دی. وياند زیاته کړې چې ياد هيليکوپتر د پوځي تمرين لپاره پورته شوی و. د يادونې وړ ده  چې پرون چهار شنبه هم په برتانیه کې د امريکا د هوايي ځواک يو هيليکوپرته د غورځيدو له امله څلور عسکر مړه شوی وو

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x