افغانستان

د اسرائیل بې پلوټه الوتکې تر کال ۲۰۱۸ پوري په افغانستان کې پاته کیږي

نن ټکی اسیا (چارشنبه، مرغومې ٢۹، ۱۳۹۵ل): د اسرائیل د دفاعي چارو متخصصې مجلې په تازه ګڼه کې د هغو اسرائیلي الوتکو څخه پرده پورته کړې چې په افغانستان کې په خدمت بوختي دي.

دغه مجلې ویلي چې د اسرائیل بې پلوټه الوتکې «ههرون ۱» به په افغانستان کې د جرمني ځواکونو له لوري د کال تر ۲۰۱۸ پوري په عملیاتو کې برخه واخلي.

د مجلې په وینا جرمني له کال ۲۰۱۰ څخه د یوه اسرائیلي شرکت سره عقد امضا کړی، تر څو په افغانستان کې ددوی ځواکونو لپاره بې پلوټي الوتکي جوړي کړي.

سرچېنه کاږي چې تر اوسه د اسرائیل بې پلوټه الوتکو په افغانستان کې تر ۳۰ زره زیات پروازونه کړي دي.
خو دا یې نه دي ویلي چې څومره یې بمبار او څومره یې په کشفي عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

د اسرائیل دغه الوتکي په دې وجه هم د جرمني ځواکونو خوښيږي چې هم په کشفي عملیاتو کې برخه اخلي او هم کولای شي چې د اړتیا پر وخت بمبار وکړي.

سرچینې ویلي چې په دوهم عقد کې جرمني اسرائیلی شرکت ته ۳۵ ملیونه ډالر د لومړي قسط په توګه سپارلي او نوري به وروسته ورکوي، خو د ټول عقد قیمت یې نه دی په ډاګه کړی.

د مجلې په وینا هر څوک چې دغه الوتکي د اسرائیل څخه اخلي نو اسرائیلي تخنیک کاران هم ورسره استخداموي خو جرمني دا ځل غوښتنه کړې چې تخنیکي مسؤولیت به یې د دوی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak khan

وائې چې :د لانده به څه لندیږي. دسهامي شرکت او دیرغلګرو دلاس پوڅو اداره چې عملا دیوه جګ پو ړي امریکا ئې لخوا منځ ته را غلې ده ورځ تر بلې رسوا کیږي، خو زه بلواکوپردي پالو او بیا په ځانګړي ډول آجیرو رسنیوته حیران یم هغه داچې یو څوک یواځې په ډیپلو ماتي أړیکو دومره ملامت بولې چې دغلامي ترحده ئې رسوي او خلکو ته دا په ګوته کوي چې ګویا دوی هم خپل مسیر بدل کړ له نړی سره ئې ناروا ارتباطات پیدا کړل هغه او دغه …. خو یو څوک بیا عملا د پر دیو دفوځونو الوتکو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x